ننګرهاریان:ځانګړې قطعه دې زموږ ژوند ته پام وکړي

د ننګرهار خوږیاڼو، شېرزاد او حصارک ولسوالیو قومي مشران او اوسېدونکي وايي، امنیتي ځواکونه دې د خپلو عملیاتو پرمهال د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي.

دوی چې تر لاریون وروسته یوې خبري غونډې کې خبرې کولې وویل، له تېرو ۳ میاشتو راهیسې د ملي امنیت ځانګړې قطعې په عملیاتو کې شاوخوا ۱۶۰ ملکیان وژل شوي چې سپین‌ږیري، ښځې او ماشومان هم په‌کې دي.

د یادو ولسوالیو قومي مشرانو دلاور، عزیز خوږیاڼي او نوراغا ځواک وویل، د ملي امنیت ځانګړې قطعې په عملیاتو کې خلکو ته مالي زیانونه هم اووښتي. دوی پر حکومت، په ځانګړې توګه یادو ځواکونو غږ وکړ چې د ملکیانو وژلو لړۍ دې پای‌ته ورسوي، که‌نه ولسونه به ورسره پرېکون وکړي.

په همدې حال کې د خوږیاڼو ولسوالۍ قومي مشر ابراهیم رسنیو ته وویل چې د ملي امنیت ۰۲ قطعې د عملیاتو له کبله ګڼې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او باید ژر‌ترژره د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شي.

موږ هڅه وکړه چې په‌دې اړه د ننګرهار ولایتي ادارې نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره ونه توانېدو.

بلخوا یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي چې سږکال د تېر هغه په پرتله، د بهرنیو او افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ملکیانو مرګ‌ژوبله ۵۲ سلنه ډېره شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام