
د ولسي جرګې غړیو د شنبې ورځې په عمومي غونډې کې د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د بایومټریک سېسټم کارولو هرکلی وکړ.
دوی وايي، یاد سېسټم باید انلاین جوړ شي چې په ټاکنو کې د درغلۍ او بیاځلي رایې ورکولو مخه ونیول شي.
تېره اوونۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکیو او پرون هم اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په راتلونکیو ټاکنو کې د بایومټریک سېسټم کارولو په اړه خبر ورکړی و.
د ولسي جرګې غړي صادقيزاده نیلي او محمدسرور عثماني فراهي که څه هم د ټاکنو کمېسیون دا ګام ګټور بولي، خو ټینګار کوي چې په اړه یې باید خلکو ته لازم معلومات ورکړل شي.
دوی زیاتوي، که یاد سېسټم انلاین جوړ نهشي، د راتلونکیو ټاکنو روڼتیا تضمینولی نهشي.
وکیلان غوښتنه کوي چې د ټاکنو کمېسیون دې د یادو ماشینونو کارولو لهپاره د ازادې سیالۍ له لارې کسان وګوماري او له ټاکنو مخکې دې هغوی وروزي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم په ټاکنو کې د بایومټریک کارول ګټور بولي او وايي، خلک رڼې ټاکنې غواړي چې همدا سېسټم یې تضمینولی شي، خو د ټاکنو کمېسیون هم باید ترې سمه ګټه واخلي.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکیو رسنیو ته ویلي چې د بایومټریک سېسټم کارولو ۷۰ سلنه چارې بشپړې شوي او تراوسه د بایومټریک او تصویر اخیستو ۲۲ زره ماشینونه دې کمېسیون ته سپارل شويدي.





