پخوا کونړ کې د سګرټیانو او نسواریانو ترڅنګ چرسیان هم لیدل کېدل؛ خو اوس دغه ولایت کې پر پوډرو او نورو نشهيي توکیو سربېره پر شېشې یا کریستال روږدي زیات شويې چې ډېره برخه یې ځوانان دي.
کریسټال کټمټ د هېروینو زیانونه لري او کاروونکي یې په یو ځل څکولو په ساعتونو ـ ساعتونو او ان څلروېشت ساعته بې حاله وي.
د کريسټال کاروونکي په ماڼوګي ولسوالۍ کې بېخي زیات دي او ورځ تر بلې نور هم زیاتېږي.
پر دې نشه روږدي کسان که څه هم په اسانۍ خبرې نهکوي؛ خو ځېنې یې بیا رښتیا وايي. د دوی په وینا، نشهيي مواد له ننګرهاره راوړي او بیا یې څکوي.
د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ د ننګلام سیمې اوسېدونکی ۳۸ کلن غریب الله وايي، شاوخوا دوه کاله کېږي چې کشر ورور یې د کریسټال پر نشه روږدی شویدی.
دی زیاتوي، اوس یې ورور د ټولو د اوږو بار او ټولنې ته په سرخوږي بدل شویدی.
د کونړ نشهيي توکیو پر ضد مبارزې اداره هم مني چې دې ولایت کې پر کريسټال د روږدو شمېر ډېر شویدی.
د دې ادارې مشر ابراهیم ماموند سلام وطندار ته وویل چې پر نشو د روږتیا ستر لامل بېوزلي، بېکاري او پهدې اړه د عامهپوهاوي کموالی دی.
کونړ کې پر نشه د روږدو کسانو درملنې لهپاره یو ۲۰بستریز روغتون هم شته چې په وړیا خدمات وړاندې کوي.
د دې روغتون مشر سلطانمحمد عظمي وايي، پخوا د دوی په روغتون کې تر درملنې لاندې روږدي کسان تر ډېره د نورو ولایتونو وو؛ خو اوس پهکې د ډېرو کونړي ځوانانو درملنه کېږي.
ډاکټران وايي، د شېشې کارونه د روږدي شخص د نویو زېږېدونکیو ماشومانو په رواني او جسمي لحاظ هم منفي اغېز کوي.
خو دا – چې کونړ ته دغه نشهيي توکي څوک او په کومو لارو رسوي – هغه پوښتنه ده چې ډېر یې ځواب غواړي.
امنیتي چارواکي بیا پهدې برخه کې د جدي اقداماتو ډاډ او د ځېنو ښکېلو کسانو د نیولو خبر ورکوي.