
افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومانداني د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول له جنرال جاننکلسن څخه جنرال آسټن سکاټمیلر ته وسپارل شوه.
ښاغلی نیکلسن د ۱۳۹۴ کال له د لوې میاشتې راهیسې افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان و.
ده وویل، افغانانو تېرو ۱۴ کلونو کې یوازې جګړه تجربه کړې او دوی غواړي، دې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي چې د افغان ماشوم له وېرې لېرې لوی شي.
افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانی قوماندان زیاتوي، تر هغه پورې چې افغانستان کې سوله ټینګه نهشي؛ دوی به د دې هېواد ترڅنګ ولاړ وي او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ په موخه د بهرنيو پوځي سلاکارانو، کارکوونکيو او پوځیانو زیاتوالو د افغان ځواکونو په ملاتړي چوپړ کې دي.
ښاغلي نېکلسن په نوي قوماندان مخاطب کړ او غږ یې پرې وکړ چې ستاسو تجربه او خلاقیت به مرسته وکړي چې د امنیتي ځواکونو د قواماندې تر څنګ د سولې په ټینګ کې ښه ونډه ولوبوئ.
له ننه وروسته، سکاټمېلر افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قوماندان په توګه، د ۱۴ زرو امریکايي او د شاوخوا ۶ زرو او ۴۰۰ ناټو سرتېرو مشري په غاړه اخلي.

د ناټو ځواکونو نوي قوماندان وویل، لا هم د افغانستان پرمختګ لهپاره زیات فُرصتونه شته او دغه هېواد به بیا د ترهګرو ډلو لهپاره په خوندي ځای بدل نهشي.
ده ژمنه وکړه چې خپلو افغان همکارانو سره د اوسني وضعیت په تړاو د بنسټیزې حللارې په پيداکولو کې مرسته کوي؛ ځکه سوله نه یوازې د افغانستان لهپاره بلکې، د ټولې نړۍ لهپاره مهمه ده.
ده په څرګند ډول وویل چې ناټو په افغانستان کې د افغانانو ملاتړ او د سولې ټینګښت لهپاره راغلې او دوی خپل دغه حضور ته په ګډه دوام ورکوي.
تېرو ۱۷ کلونو کې ښاغلی سکاټمېلر نهم امریکايي جنرال دی چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومانداني په غاړه اخلي.
ښاغلي سکاټمېلر، عراق، سومالیا او بوسنیا کې دندې ترسره کړي او د پوځي ماموریت لهپاره څو ځلې افغانستان ته راغلی دی.
سکاټمېلر ۲۰۱۰ کال کې د افغان پولیسو او د سیمهییز ځواک د روزنې او تجهیز ماموریت او د ۲۰۱۳ کال له جون میاشتې راهیسې یې د ۲۰۱۴ کال تر جون پورې افغانستان کې د مېشتو ځانګړیو امریکايي ځواکونو د قوماندانۍ مسوولیت په غاړه لرلو.





