افغانستان له انساني‌قاچاق سره د مبارزې د منطقوي شبکې غړی شو

د افغانستان د عدليې وزیر عبدالبصیر انور نن په یوې خبري غونډې کې وویل چې د انساني‌قاچاق پر وړاندې د مبارزې له‌پاره دا ډول شبکو جوړښت او غړیتوب ځکه ګټور دی چې په یوازې یو هېواد هم له دې بدې پدیدې سره مبارزه نه‌شي کولی.

ښاغلی انور وايي چې د ۲۰۱۴ کال اقتصادي بحران، د امنیت نه‌شتوالی او بې‌کاري هغه عوامل وو چې ډېر افغانان یې کډوالۍ ته مجبور کړل.

ښاغلی انور له انساني‌قاچاق سره مبارزه یوازې د حکومت، مدني ټولنې، انجیوګانو او یو هېواد مسوولیت نه ګڼي، بلکې دا د ټولو وګړیو انساني وجیبه بولي.

عبدالبصیر انور دا هم وویل چې د دوی وزارت له ۱۳۹۰ کال راهیسې له انساني‌ًقاچاق سره مبارزه پيل کړې چې تر اوسه یې ډېر پرمختګ کړی‌ او په جزا کوډ کې یې د قانون په توګه ځای ورکړی‌دی.

په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې د کډوالو چارو رییس لورنس هارت وايي، د افغان کډوالو او قاچاق شویو وګړیو له‌پاره یو ډیټابس ته اړتیا ده چې افغان حکومت ورته لاس‌رسی ولري. د ښاغلي هارت په وینا، د یو هېواد ټول وګړي او ارګانونه دنده لري چې د انساني‌قاچاق پر ضد مبارزه وکړي.

دا غونډه د ترکمنستان، اوزبیکستان، تاجیکتسان او پاکستان هېوادونو د استازیو په ګډون په کابل کې د د لومړي ځل له‌پاره د افغانستان په کوربتوب جوړه شوه چې له دې مخکې په تاجیکستان کې جوړه شوې وه او په ۲۰۱۹ کال کې به په پاکستان کې جوړه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام