شل‌اوریز کرېکټ کې د افغان‌لوبغاړو پرمختګ

د کرېکټ نړېوالې شورا د لوبډلو او لوبغاړو نوې درجه بندي اعلان کړه چې ۲ افغان‌لوبغاړي د ښه لوبېدو له کبله پکې مخکې شوي دي.

د دې درجه‌بندۍ له مخې سپنر بالر مجیب‌الرحمان ځدراڼ له ۲۵ لوبغاړو مخکې شوی او د ۲۰ اوریزو بالرانو په ډله کې یې ۳۸ ځای خپل کړی دی.

دغه راز د افغان کرېکټ ملي لوبډلې نوی ستوری اوپنربېټسمین حضرت‌الله ځاځی د ایرلنډ په وړاندې یوازې ۲ غورو لوبو سره یاده درجه‌بندي کې شامل شوی دی.

حضرت الله ځاځي چې د ایرلنډ په وړاندې یې ۲ پرله‌پسې لوبو کې نیمه‌سلیزې، ۷۴ او ۸۲ چټکې منډې جوړې کړې، په اعلان شوې درجه‌بندۍ کې ۵۱۴ امتیازونه اخیستي او د نړۍ ۳۹م غوره بېټسمین اعلان شوی دی.

د شل اوریزو لوبو په بالرانو کې بیا افغان لیګ‌سپنر راشد خان خپل د تېرې میاشتې مقام ساتلی چې پاکستانی شاداب‌خان ورپسې دویم مقام لري.

شهزاد محمدي بیا یوازینی افغان لوبغاړی دی چې د بېټسمینانو په ډله کې لوړ مقام لري. نوموړي که څه هم خپل مخکینی «۱۰م» مقام بایللی، خو بیا هم ۱۳ مقام لري.

محمدنبي عیسی‌خېل بیا د مخکښو ال‌رونډرانو په ډله کې له اسټرالیايي لوبغاړي «ګلین مکسوېل» وروسته او د بنګله‌دېشي لوبغاړي شکېب‌الحسن مخکې خپل «دویم» مقام ساتلی دی.

د یادونې ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډله هم اوس‌مهال په ۲۰ اوریزه نړېواله درجه‌بندۍ کې له سریلانکا او بنګله‌دېش وړاندې د ۲۱ لوبو او ۹۲ امتیازونو پرمټ ۸م مقام خپل کړی او هڅه کوي چې د دې مقام په ساتلو سره د ۲۰۲۰ م کال په ۲۰ اوریزو کرېکټ نړېوال‌جام سیالیو کې د نېغ په نېغه لوبېدو چانس له لاسه ورنه‌کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام