بدخشان کې طالبان او محلي پولیس له خلکو په زوره عشر اخلي

د بدخشان ولایتي شورا غړی احمد جاوید مجددي سلام‌وطندار ته وايي، له خلکو د طالبانو له لوري په اجباري ډول د عشر او ذکات پر راټولولو سربېره، د محلي پولیسو او ولسي پاڅونوالو په نوم حکومت پورې تړلې وسله‌والې ډلې هم له خلکو عشر اخلي.

د ښاغلي مجددي په وینا، دغه موضوع یې د بدخشان امنیتي او ځايي مسوولانو سره شریکه کړې؛ خو تراوسه حکومت په اجباري ډول د عشر او زکات راټولولو مخنیوي په پار هېڅ ډول اقدام نه‌دی کړی.

د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالحی وايي، دی د عشر نه ورکولو په دلیل د محلي پولیسو له لوري وهلټکول شوی‌دی

.

د ده په وینا، محلي پولیس او ولسي پاڅونوال د خلکو په کروندو ګرځي او هغوی نه په زوره عشر راټولوي؛ په‌داسې حال کې چې دوی هرې دولتي مرجع ته لاړل او شکایت یې وکړ؛ خو تراوسه یې ځای نه‌دی نیولی.

د بدخشان امنیه قوماندان محمد صابر ارین، دا ډول ټول تورونه د طالبانو پر غاړه ور اچوي او وايي، دغه ډله تر خپلې ولکې لاندې سیمو اوسېدونکیو څخه عشر اخلي.

د بدخشان امنیه قوماندان زیاتوي، تراوسه یې په دولت پورې د تړلو وسله‌والو ځواکونو له لوري د عشر راټولولو په تړاو شکایتونه نه‌دي ترلاسه کړي او که دغه خبره ریښتیا وي؛ سرغړوونکي کسان به ونیول شي.

د بدخشان کروندګر وايي، د طالبانو ډلې، په دولت پورې د تړلو ځواکونو او غیرمسولو وسله‌والو له لوري په اجباري ډول د عشر او زکات اخېستلو د دوی ژوند ستونزو سره مخ کړی‌دی.

د بدخشان اوسېدونکي وايي، که حکومت د دغو زور ویلو مخه ونه نیسي؛ دوی اړ دی چې خپل کور او کلی پرېږدي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام