
د مالیې وزارت سرپرستوزیر محمدهمایون قیومي وايي، حکومت له تېرو شاوخوا ۴ کلونو راهیسې د تدارکاتو برخه کې د پام وړ بدلونونه راوستي چې له کبله یې لسګونه میلیارده افغانۍ سپما شوي دي.
نوموړي چې نن (پنجشنبه) په کابل کې د عامه تدارکاتو ملي کنفرانس کې خبرې کولې وویل، له تېرو ۴ کلونو راهیسې د تدارکاتو په ۱۵۹ غونډو کې ۲۶۹۸ تړونونه لاسلیک شوي دي. ده زیاته کړه، په دې موده کې کورني عواید هم لوړ شوي او ۲۰ قلمه بېلابېل توکي چې پخو له بهره راوردېدل، اوس په هېواد کې تولیدېږي.
ښاغلي قیومي د تدارکاتو د بهیر برېښنايي کولو په اړه وویل چې په راتلونکیو ۱ یا ۲ کلونو کې به یاد بهیر برېښنايي شي چې له کبله به یې په دې پروسه کې بشپړه روڼتیا او د پاموړ اسانتیاوې رامنځته شي.
د مالیې وزارت سرپرستوزیر ټينګار وکړ چې د تېر په پرتله د تدارکاتو ملي ادارې له لارې د قراردادونو پروسې په بشپړ ډول رڼې شوي دي.
په همدې حال کې د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله هم په یاد کنفرانس کې د تدارکاتو ملي ادارې جوړېدل ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې د تدارکاتو بهیر پخوا له ډېرو ستونزو سره مخ و، خو اوس حکومت د یادې ادارې د جوړېدو له کبله په ښه وضعیت کې دی.

د عبدالله په وینا، د حکومت تدارکاتي سېسټم ورځ تربلې ښه کېږي او ظرفیت یې هم لوړ شوی دی.
د تدارکاتو ملي اداره شاوخوا ۳ نیم کاله وړاندې جوړه شوه او دولتي ادارې اړې دي چې خپل ټول دولتي قراردادونه د دې ادارې لهخوا تر ارزول کېدو او تایید وروسته له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړي.





