
د ټولګټوچارو وزیر یما یاري کابل کې د نږدې ۱ میلیارد افغانیو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړل.
د دغو قراردادونو له مخې به د کابل ـ غزني لویه لار بیاورغول شي؛ دغه راز به د کندهار ارغستان ولسوالۍ او د ډایکندي نیليښار سړکونه هم جوړ شي.
د یاري په وینا، د کابل ـ غزني لویې لارې د بیارغولو قرارداد یې له «اسلام ټرېډېنګ کانسرشیوم» ودانیز شرکت سره کړی چې په یوه کال کې به یې چارې بشپړې شي.
دی وايي، د یادې پروژې لګښت ۴ میلیونه ډالره دی چې د اسیا پرمختیايي بانک یې ورکوي.
ښاغلی یاري وايي، د ډایکندي نیليښار د ۹ کیلومتره سړکونو جوړولو قرارداد چې لګښت یې شاوخوا ۶۳۱ میلیونه افغانۍ دی، د «نوید نوري، سالم بګرام او تابش امید لمېټېډ» ګډو ودانیزو شرکتونو ته ورکړی چې په ۱۸ میاشتو کې به یې ورغوي.
د ټولګټوچارو وزیر وویل، د کندهار ارغستان ولسوالۍ د ۲ کیلومتره سړک قرارداد یې چې لګښت یې ۱۵ میلیونه افغانۍ دی، ارین متحد ودانیز شرکت ته ورکړی چې د ۲۰۱۸ کال تر پایه به یې جوړ او ګټې اخیستو ته وسپاري.
د یاري په وینا، د یادو ۳ قراردادونو پیسې به د اسیا پراختیايي بانک، نړۍوال بانک او افغانحکومت له لوري ورکړل شي.

یما یاري د سالنګ لویې لارې په اړه وویل چې د جوړېدو چارې یې روانې دي او تر ژمي مخکې به بشپړې شي.
د ټولګټوچارو وزیر زیاته کړه، د کابل ـ غزني لویې لارې د دویمې او درېیمې برخې د جوړېدو چارې چې ۴۰ او ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري هم ډېر ژر له تدارکاتي پړاوونو تېر او قراردادونه به یې لاسلیک شي.