طالبانو له شاوخوا ۳ ورځو راهیسې د روزګان ولایت چنارتو ولسوالۍ کې د ملياردو پر قرارګاه بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې افغان امنیتي ځواکونه ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
په ځېنو راپورنو کې ویل شوي چې د طالبانو له برید وروسته د ملياردو شاوخوا ۴۰ سرتېري تري ـ تم شويدي.
خو له سیمي تازه باوري سرچینې وایې چې په چنارتو ولسوالۍ کې لا هم د ۳۳ افغان سرتېریو مړي د پوځ په ویجاړ شوي مرکز کې سره لمر ته پراته دي .
د چنارتو مسوولان وایې، لس ورځې مخکې یې ولایتي چارواکیو ته ویلي وو چې طالبان سیمي ته ورغلي او د پراخ برید تابیا لري؛ خو مسوولانو پهدې اړه کوم اقدام ونهکړ.
طالبانو د یاد برید مسوولیت منلی او دعوه يې کړې چي په یادې قرارګاه کې يې تر ۵۰ زیات افغان سرتېري وژلي دي؛ خو د روزګان امنیه قوماندان سمونوال محمد معروف احمدزي له سلام وطندار سره په اړیکې کې د ملياردو یوازې ۳ سرتېرو د وژل کېدو خبره مني او زیاتوي چې د ملياردو به ځوابیه ډزو کې ۱۱ طالبان هم وژل شويدي.
طالبانو بېګا یو ځل بیا د روزګان د چنارتو ولسوالۍ پر ځېنو امنیتي مرکزونو بریدوندونه وکړل.
امنیتي سرچینې وايي، سیمه کي بېپیلوټه الوتکه ګزمه کوي؛ ځکه طالبان له خپلو لایزري وسلو کار نهاخلي .
ویل کېږي چي د چنارتو ولسوالۍ د نیولو لهپاره د سرېقطعې په نوم د طالبانو ځانګړي ځواکونه تللي دي .
طالبان هڅه کوي چې د دې ولسوالۍ په مرکز کې د سلام مخابراتي شبکې یوازینۍ پایه لهمنځه یوسي .