نړۍ‌ کې په هرو ۳۰ ثانیو کې یو شخص د انساني‌قاچاق قرباني کېږي

افغانستان کې د ماشومانو حقونو د ملاتړ پروګرام مسوول یاسین محمدي وايي، نړۍ کې په هرو ۳۰ ثانیو کې یو شخص د انساني‌قاچاق قرباني کېږي چې ۷۱ سلنه قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

نوموړي ـ چې نن (شنبې) په کابل کې له انساني قاچاق سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې – وویل، که څه هم افغان حکومت د انساني‌قاچاق پر وړاندې مبارزه کړې؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له‌مخې، سږکال په جولای کې خپور شو؛ افغانستان په انساني‌قاچاق کې د نړۍ په کچه دویم ځای لري.

په همدې حال کې د اجرایوي ریاست سلاکار احمدنور واقف باور لري چې انساني‌قاچاق د نشه‌يي توکیو او وسلو تر قاچاق وروسته ګواښوونکې پديد ده. د ده په وینا، انساني‌قاچاق په نړۍ‌واله کچه ورځ تر بلې زیاتېږي او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي؛ لرې نه‌ده چې د نشه‌يي توکیو او وسلو قاچاق په پرتله ګواښوونکی شي.

واقف وايي، انساني‌قاچاق د افغانستان په نافذو قوانینو کې د درنو جرمونو له ډلې شمېرل کېږي چې سزا یې اوږدمهاله بند دی.  

د اجرایوي ریاست سلاکار د معلوماتو له‌مخې، قاچاقبران له‌دې لارې هرکال په نړۍ کې تر ۴۰ میلیاردو ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام