کابل کې د وړانګو په وسیله د «سرطان‌ ناروغۍ» د درملنې مرکز جوړېږي

د عامې روغتیا وزارت نن (سه‌شنبه) په کابل کې د وړانګو په‌وسیله د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې مرکز جوړولو په موخه له «ګلوبل مېډيکل پارټنرز» یا د نړۍ طبي شریکانو سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز په‌دې اړه جوړې شوې غونډې کې وویل چې هر کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ زره کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي چې د امکاناتو نه‌ موجودیت له‌ کبله ۱۵ زره هغه یې له منځه ځي.

۲ کاله وړاندې هم د سرطان‌ ناروغۍ درملنې په موخه کابل کې یو مرکز جوړ شوی‌و چې د درملنې ډول یې له دې مرکز سره توپیر لري.

د ښاغلي فېروز په وینا، د یاد مرکز جوړولو له‌پاره ۲۵ میلیونه امریکايي ډالر په‌ پام کې نیول شوي چې د نړۍ په پرمختلليو وسایلو به سمبال شي.

دغه مرکز جمهوریت روغتون کې جوړېږي چې د چارواکیو په وینا، په سرطان‌ ناروغۍ د اخته کسانو درملنه به په‌کې په ډېر کم لګښت سره وشي.

د عامې‌روغتیا وزارت چارواکي وايي، یاد مرکز به په راتلونکي یو کال کې جوړ شي چې په لومړي کال کې به د شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو درملنه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام