جوزجان کې د وسله‌والو خپل‌منځي جګړو ۲زره کورنۍ بې‌ځایه شوي

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جګړې له‌کبله بې‌ځایه شوي کسان وايي، دواړو لوریو د یادې ولسوالۍ په هر کلي کې د تالاشۍ پوستې جوړې کړي چې له کورنیو په زور پیسې اخلي.

دغه بې‌ځایه شوي وايي، د دوی د خپلمنځو‌ جګړو له‌کبله یې کورونه او شتمني پرې اېښې، د ځان او کورنۍ له‌پاره خوراکي توکي له کورونو راټولوي او له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

د درزاب ولسوالۍ دوه تنه بې‌ځایه شوي عبدالله او سیف‌الله وايي، په یاده ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ جګړه ده او په هر کلي کې یې کمربندونه اچولي چې خلک یې له سیمې وتلو ته اړ کړي دي.

په همدې‌حال کې د جوزجان ولایتي‌شورا غړی حفیظ‌‌‌ الله ندرت هم د یادو بې‌ځایه شویو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له حکومته غواړي چې د بې‌ځایه شویو کورنیو د لاسنیوي ترڅنګ په یادو سیمو کې عملیات وکړي.

بله‌خوا د درزاب ولسوالۍ امنیې قومندان تورن اسماعیل هم سلام‌وطندار ته د بې‌ځایه شویو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه چې په اړه یې د جوزجان والي ته هم رسمي مکتوب لېږلی دی.

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې د سیمه‌ییزو مسوولینو په وینا، له کبله یې د دواړو لوریو شاوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام