امریکایي ځواکونو میدان وردګو کې یو ښوونځی بمبار کړی

عکس له ارشیفه اخېستل شوی

د میدان وردګو ولایت ځايي چارواکي وايي چې  پرون ورځ مازدیګر امریکایي ځواکونو د جلرېز ولسوالۍ د زیولاتو په سیمه کې د کرنې یو مسلکي ښوونځی بمبار کړی‌دی.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل سلام وطندار ته وویل چې وسله‌والو طالبانو په جلرېز ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو په تم‌ځای بریدونه وکړل چې په پایله کې یې یو امریکایي عسکر ووژل شو او یو بل ټپي شو.

ښاغلی منګل وايي، امریکايي ځواکونو ته له اوښتي زیان وروسته د زیولات په ښوونځي هوایي بمبار وکړ چې ښوونځی یې په بشپړه ډول ویجاړ کړ.

د میدان وردګو د والي ویاند دا هم وویل چې په‌دې هوایي بمبارۍ کې وسله‌وال طالبان هم وژل شوي دي؛ خو کره شمېر یې نه‌دی معلوم.

بله‌خوا د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک سلام وطندار ته وویل چې د زیولاتو ښوونځي تېر کال د افغانستان د پوهنې وزارت له لوري د ۳۰ میلیونو افغانیو په مالي لګښت په درې‌ پوړو کې جوړ شو چې تر ۵۰۰ پورې زده‌کوونکیو په‌کې زده‌کړې کولی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت مطبوعاتي ډلې او وسله‌والو طالبانو تراوسه رسنیو ته په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام