د تخار او کندوز ترمنځ پوله باندې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي

د پوځ څو موټر د تخار ولایتي روغتون ته له خواجه‌غار ولسوالۍ د سرتېرو د جسدونو لېږدولو مسوولیت لري.

د پولیسو یو چارواکي د نوم نه‌ خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، تر ماسپښينه روغتون ته ۳۲ جسدونه لېږدول شوي؛ په‌داسې حال کې چې لا هم روغتون ته د پوځ جسدونه لېږدول کېږي.

د پوځ سرتېرو له جسدونو د ډک یو موټر په رسېدو سره د سرتېرو او د وژل شویو کورنیو ترمنځ فزیکي نښته هم رامنځته شوې.

دغه نښته کې ځېنو وهل ـ ټکول وخوړل او د پوځي سرتېرو هوايي ډزو خلک سره تیت و پرک کړل.

د قربانیانو د کورنۍ غړي وايي، د مسوولانو د نه پام له امله د پوځ سرتېري له ۸ ساعتو نښتې وروسته د طالبانو له‌خوا وژل شوي‌دي.

د پوځ او د تخار ولایتي روغتون چارواکي هڅه کوي، د وژل شویو کره شمېره له رسنیو پټه کړي.

خو د تخار والي ویاند سنت تيمور وايي، د لومړنیو معلوماتو له‌مخې، ۳۰ تنه سرتېري وژل شوي او له ۲۰ زیات ټپیان دي چې د ښاغلي تیمور په وینا، د ټپیانو وضعیت نازک دی.

دا مرګ‌وژوبله دقیقاً د تخار په خواجه‌غار ولسوالۍ کې پېښه شوې‌ده.

د ښاغلي تیمور په وینا، د پوځ ټول تجهیزات د طالبانو له لوري وړل شوي او که د طالبانو مخه ونه نیول شي؛ تخار ښار ته نږدې پرته خواجه‌غار ولسوالۍ سقوط کوي.

خو د تخار امنیې قومندان عبدالرحمان اقتاش سلام‌ وطندار ته وویل، د طالبانو ځپلو له‌پاره د پوځ ځانګړې ځواکونه دې ولایت ته رسېدلي دي.

پر دې سربېره د تخار یوه حکومتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي؛ وايي، درقد، ینګي‌کلا او دشت‌کلا ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د تخار والي ویاند سنت تیمور هم تاییدوي، که‌چېرې دې ولایت ته کافي ځواکونه ونه رسېږي؛ طالبان څو ولسوالۍ سقوطولی شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام