د ټاکنو احتمالي نوماندان د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه شکایت کوي

د ولسي جرګې ټاکنو له‌پاره ځېنو احتمالي نوماندانو نن په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ناغېړۍ او لور په لوټه تېرکولو تورن او وايي دغه کمېسیون د نوم‌لیکنې په وروستۍ ورځ د دوی بشپړو کړیو سندونو له منلو ډډه کړې ده.

دوی دعوه کوي، په داسې حال کې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نوم‌لیکنې بهیر غځولو په اړه مکتوب ورلېږلی خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر دغه امر سترګې پټې او همکاري یې نه ده‌کړې.

دوو احتمالي نوماندانو حفیظ الله بارکزي او مبارک احمدزي له حکومته وغوښتل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو له‌پاره د احتمالي نوماندانو نوم‌لیکنې بهیر وغځوي او قضايي بنسټونه باید د ټاکنو کمېسیون لټي په اړه قانوني اقدام وکړي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عزیز ابراهیمي وايي چې د مهالوېش پربنسټ د راتلونکیو ټاکنو له‌پاره د احتمالي نوماندانو نوم‌لیکنې وخت د غبرګولي له ۵ تر ۲۲ مې نټې ټاکل شوې او دغه بهیر نه غځېږي.

خو معترضو نوماندانو خبرداری ورکړ چې که غوښتنو ته يې پام ونه شي پراخ مدني اعتراضونه به وکړي او له خپلو پلویانو به غواړي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکیو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام