ټاکل شوې ده د افغانستان ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله د ازبکستان په کوربتوب په ۱۶ کلنو مرکزي اسیا فوټبال سیالیو کې ګډون وکړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون لهخوا د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، یادې سیالۍ د راتلونکې جولای میاشتې په ۵مه نېټه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پیلیږي.
د تاشکند په کوربتوب په مرکزي اسیا ۱۶ کلنو فوټبال سیالیو کې د افغان لوبډلې ترڅنګ تاجکستان، قرغزستان او کوربه ازبکستان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې لوبیږي.
د ورکړل شوي مهالوېش لهمخې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې جولای میاشتی په ۵مه نېټه د افغانستان په وخت مازدیګر ۴ نیمې بجې له کوربه ازبکستان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره ترسره کړي.
د دغه مرکزي اسیا فوټبال ټورنامنټ په دویمه لوبه کې به افغان ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله د جولای په ۷مه نېټه ماښام ۷ نیمې بجې له تاجکستان ۱۶ کلنې لوبډلې سره سیالۍ وکړي.
دغهراز د ټورنامنټ په وروستۍ لوبه کې به د جولای په ۹مه نېټه افغانستان د کابل په وخت ماښام ۷ نیمې بجې له قزغزستان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.
دغه ټورنامنټ داسې جوړښت لري چې د لیګ لوبو وروسته به د زیاتو امتیازونو لرونکې لوبډله د دې ټورنامنټ لومړی مقام او د اتلولۍ جام ګټوونکې شي.
د راتلونکې میاشت فوټبال ټورنامنټ د افغانستان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې لهپاره د اسیا ۱۶ کلنو فوټبال جام سیالیو لهپاره د ښه تیاریو په موخه ښه فرصت هم دی.
ټاکل شوې ده د ازبکستان په کوربتوب مرکزي اسیا فوټبال ټورنامنټ کې له لوبېدو وروسته به افغان ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله د روان کال په سپټمبر میاشت کې مالیزیا ته سفر وکړي.
افغان لوبډله به د لومړي ځل لهپاره د مالیزیا په کوربتوب د اسیا په ۱۶ کلنو فوټبال سترو سیالیو کې ګډون وکړي چې په وروستي (ډي) ګروپ کې به د سپټمبر په ۲۲مه نېټه له عراق، په ۲۵مه نېټه له سویلي کوریا او په ۲۸مه نېټه له اسټرالیا ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.
د اسیا په ۱۶ کلنو اسیایي جام فوټبال سیالیو کې د اسیا وچې ۱۶ بهترینه ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په ۴ ګروپونو کې لوبیږي چې په کې به عراقۍ لوبډله له خپلې تېرې اتلول دفاع کوي.