د غور مرکز ته د ولسوالیو د محکمو پر لېږد د خلکو نیوکې

د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار ته د دې ولایت له ځېنو ولسوالیو د محکمو لېږدول د سیمې اوسېدونکیو له نیوکیو سره مخ شوي دي.

د دې ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي، دغه کار لامل شوی دی، تر څو خلک د خپلو حقوقي او جزايي دوسیو حل له‌پاره له پخوا زیات د دولت وسله‌والو مخالفو ډلو صحرايي محکمو او سپین‌ږیرو ته مراجعه وکړي.

د هغوی په وینا، نامطلوبه فرهنګ، د امنیت نه‌شتوالی او له مرکزه د ولسوالیو لرې‌والی لامل کېږي، چې هغوی ونه‌شي کولی دولتي محکمو ته په سمه توګه لاسرسي پیداکړي.

د غور ولایت دوو اوسېدونکیو عبدالقدیر او شاه‌محمد له اړوندو چارواکیو غواړي ولسوالیو کې د محکمو امنیت تامین او دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

دوی وايي، ترکومه حده چې قاضیان ستونزې لری دغه‌راز د خلکو ستونزې هم ډېرې دي، پر خلکو لګښتونه راځي، وخت یې ضایع کېږي او په لارو کې له ګواښونو سره مخ دي.

د غور ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان هم ولسوالیو څخه مرکز ته د محکمو له لېږد نیوکه کوي او اويي، د حکومتي مسوولانو دغه اقدام لامل کېږي، چې د خلکو او دولت ترمنځ واټن نور هم زیات شي.

دی وايي، د حکومت دغه چاره یوازې د دوښمن د پياوړي کېدو لامل کېږي.

ومو غوښتل د غور د استیناف محکمې مسوولانو نظر هم ولرو خو خبرو ته حاضر نه‌شول.

دغور د والي ویاند خطیبي وايي، د امنیتي ستونزو له کبله دا پرېکړه شوې

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، د یوشمېر ولسوالیو د ابتداییه محکمو دفترونه د لوړ امنیتي ګواښ له امله د ولایت مرکز ته لېږدول شوي او اړوندو دوسیو ته یې له مرکزه لاسرسی کېږي.

ښاغلی خطیبي زیاتوي، د امنیتي وضعیت په ښه کېدو سره به، د محکمو کارکوونکي بېرته ولسوالیو ته ولېږدول شي.

د لوړ امنیتي ګواښ له امله ولسوالیو کې یوشمېر ابتداییه محکمې خپل فعالتونه د غور له مرکزه ترسره کوي، د هغوی حقوقي او جزايي دوسیې د جنايي او څارنوالۍ له لوري ترتیب او تنظیمیږي، وروسته مدعي او مدعي علیه، د محکمې وروستۍ پرېکړې په موخه د مرکز ولایت ته ورځي.

د غور مرکز ته له یوشمېر ولسوالیو د ابتداییه محکمو دفترونو لېږدل داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو څه موده وړاندې د تیورې ولسوالۍ د محکمې قاضي کله چې غوښتل یې له دغې ولسوالۍ خپل کور ته لاړ شي په لاره کې له موټره ښکته کړ او په ډزو یې وواژه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام