
د سرپل ولایتي شورا غړی محمدحسین مجاهدزاده پهدې ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو له پراختیا اندېښنه څرګندوي او وايي، پهدې ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو ساحه ۸۰ سلنه پراخه شوېدي او طالب وسلهوالو د سرپُل مرکز ۳ کیلومترۍ ته ځانونه رسولي دي.
محمدحسین مجاهدزاده وايي، طالبانو لهدې مخکې یوازې په کوهستاناتو ولسوالۍ واګې درلودې اوس د صیاد ولسوالۍ په ۵۰ سلنې خاورې هم واکمن شويدي.
دی وايي، د سنچارک ولسوالۍ پر ۵۰ سلنې خاورې سربېره په سوزهمهکلا ولسوالۍ هم څه نا څه حضور لري.
د سرپل ځېنې اوسېدونکي هم د دې ولایت له ترینګلي امنیتي وضعیته اندېښنه څرګندوي او وايي، د طالبانو ځپلو په موخه شوي عملیات نمایشي دي او دولت د دې ډلې له منځهوړلو هوډ نهلري.
د سرپل دوو اوسېدونکيو حاجي فضلاحمد او نظامالدین وویل، د دې ولایت څلور خواوې د طالبانو په ولکه کې دي او طالبان کله ناکله حتا د ښار په نږدې سیمو بریدونه کوي.
د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني هم د طالبانو د فعالیتونو له پراختیا او د دې ډلې پر وړاندې د عملیاتو له نه ترسره کېدو اندېښنه څرګندوي.
اماني ټینګار کوي، سره لهدې چې د عملیاتو ژمنه شوېوه؛ خو لا هم نهدي شوي، زیاتوي، که عملیات ونهشي؛ حالت نور هم خرابېږي.
پهداسې حال کې دغه اندېښنې رسنیزې کېږي چې امنیتي مسوولان په سرپل ولایت کې د ولید ۳ تر نوم لاندې د پوځي عملیاتو له پیلولو خبر ورکوي؛ خو د سرپل مدني فعالان دغه عملیات ناکامه او بېلاستهراوړنو بولي.
هغوی له حکومته غواړي چې د سرپل اوسېدونکیو له برخلیک سره لوبې ونهکړي.





