د غور عامې روغتیا رییس جمعهګل یعقوبي سلاموطندار ته وویل چې پهدې ولایت کې څه باندې ۶۰ سلنه روغتیايي مرکزونه ودانۍ نهلري او دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړيدي.
ښاغلی یعقوبي وايي، اوسنیو امکاناتو ته په کتو، اوسمهال په غور کې کې د هرو ۴زرو او ۲۰۰ تنو پر سر یو بستر او د هرو ۸۳زرو او ۲۰۰ تنو پر سر یو متخصص ډاکتر رسېږي.
د غور عامې روغتیا رییس په وینا، دوی هڅه کوي د یو منظم پروګرام لهمخې دغو ننګونو ته لاسرسی وکړي او دې ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کچه لوړه کړي.
د غور دوه مدني فعالان میراحمد ابراهیمي او تیمورشاه احمدي دې ولایت کې روغتیايي خدمتونه کم بولي، وايي، ډېرو سیمو کې لا هم خلک روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نهلري.
د دوی په وینا، څو ځلې یې دې ولایت کې د روغتیايي خدمتونو په اړه نیوکه کړي؛ خو چا یې غږ نهدی اورېدلی.
د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي هم د روغتیا په برخه ک ستونزې مني، وايي، د دې ولایت ټولو روغتیايي مرکزونو کې ۱۶۴ بسترونه شته چې دا د غور د شاوخوا ۷۰۰زرو کسانو روغتیايي ستونزې نهشي حلولی.
د والي د ویاند په وینا، دغه موضوع یې له مرکزي چارواکیو سره شریکه کړې او ټاکل شوې ډېر ژر له تاجکستان هېواد یو شمېر متخصصین دې ولایت ته راوستل شي.
د غور د ځايي چارواکیو په وینا، د روغتیايي مرکزونو لېرېوالی، له ستونزو ډکې مواصلاتي لارې او اقتصادي فقر له هغو ننګونو دي چې یو شمېر ناروغان روغتیايي مرکزونو ته له رسېدو مخکې په لاره کې ساه ورکوي.