ولسمشر غني له طالبانو سره اوربند اعلان کړ

افغان ولسمشر محمداشرف غني د روژې میاشتې له ۲۷مې د کوچني اختر تر ۵مې نېټې پورې اوربند اعلان کړ.

ولسمشر غني نن پنچشنبې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت وکړ چې د افغان وسله‌والو طالبانو پر وړاندې خپل ټول یرغلیز عملیات ودروي؛ خو په ورته وخت کې یې وویل چې د القاعده، داعش او نورو نړۍ‌والو ترهګریزو ډلو پر وړاندې دې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

افغان ولسمشر په ورته مهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولۍ په ستایلو سره وویل چې د هېواد دیني عالمان د دوشنبې په ورځ په کابل کې سره راټول شول او په افغانستان کې یې د انتحاري او انفحاري بریدونه حرام وګڼل او زیاته یې کړه چې افغان دولت د دیني عالمانو د دې فتوا ملاتړ کوي او د هغوی له‌خوا د اوربند د وړاندیز هرکلی کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر اوسه یوازې د افغان حکومت له لوري د اوربند اعلان شوی او وسله‌والو طالبانو تر دامهاله په‌دې اړه د نظر څرګندويي نه‌ده کړې.

څلور ورځې مخکې د (دوشنبې) په ورځ د هېواد ۳۵۰۰ دیني عالمانو د کابل د لویې جرګې په تالار کې د یوې فتوې په ورکولو سره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وګڼله.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام