د افغان دیني‌عالمانو فتوا: روانه جګړه ناروا ده او دیني صبغه نه‌لري

نن په کابل کې د هېواد له ۲ زرو ډېر دیني‌عالمان راغونډ شوي‌وو او د افغان جګړې او اوسني وضعیت په اړه یې د هېواد د علماوو متفقه فتوا صادره کړه.

په‌دې فتوا کې راغلي، د تاریخ په اوږدو کې د دې هېواد مدون او غیرمدون قوانین د دین پر بنسټ ولاړ دي او د شرعي اصولو څخه یې سرچینه اخېستې، په تېره بیا د ۱۳۸۲ کال اساسی قانون چې په پوره ډول په اسلامي اصولو او معیارونو سم جوړ شوی او د اسلام سره په ټکر کې هېڅ قانون ته د جواز حق نه ورکوي چې په روښانه ډول د افغانانو او اسلامي حکومت استازولي کوي.

د افغانستان علماو د قرآني نصوصو او احاديثو په رڼا کې په اتفاق سره دا فتوا صادره کړه:

۱. د افغانستان اسلامي جهموريت چې له ۹۹ فيصده ډير خلک يي مسلمانان دي او اساسي قانون يي د سيمې په کچه تر ټولو ډير اسلامي قانون دی پر وړاندې يي وسله واله مبارزه او د جهاد تر نامه لاندې کړنې هيڅ راز شرعي جواز نه لري؛ د ديني نصوصو په اساس د جهاد حکم يواځې د اسلامي دولت (مسلمان حاکم) صلاحيت دی.

۲. دا چې په افغانستان کې جګړه ورځ بلې ته پسې غځېږي او هره ورځ د دې جګړې

په ترڅ کې له دواړه غاړو او ولسي خلکو په لسګونو کسان وژل کېږي او د جګړې

په تداوم هېڅ راز فايده مرتبه نه‌ده، بلکې ګټې يي يوازې دوښمنانو ته رسېږي؛ نو د

جګړې دواړه غاړې حکومت او طالبان بايد د سولې خبرو ته کېني او روان

ناورین ته د پای ټکي کېږدي.

۳.  په اسلام کې انتحار او انفجار هېڅ ډول شرعي اساس نه‌لري؛ نو په همدې دلیل

ټول ترسره‌کېدونکي ځانمرګي بريدونه، ترور، لارې شکول او وېره‌اچونه په

قطعي توګه حرام دي، ترسره کول ، تمويلول او ورسره مرسته کول يې ناروا او

غیر شرعي دي.

۴.  هر هغه څوک چې سولې ته غاړه نه‌ږدې؛ د الله جل جلَله او د رسول الله صلی الله

علیه وسلم پر وړ اندې مسوول دي او په ښکاره توګه د الله تعالی له اوامرو سرغړاوی کوي.

۵. افغاني ټولنه يوه اسلامي ټولنه ده، د هر ډول ديني او اخلاقي مفاسدو ترويجول او

ټولې هغه کړنې چې له دينې اساساتو سره په ټکر او د ځوانانو د بې‌لارۍ سبب

کېږي مردودې دي او بايد مخنيوی يي وشي.

۶. د مسلمانانو تر منځ د قوم، ژبې او مذهب پر بنسټ هر نوع نفاق، تعصب،

تبعيض او ورته کړنې د اسلام د مبین دين د اساساتو سره مغايرت لري او تر

سره‌کوونکي يې د اسلامي احکامو څخه سرغړونکي شمېرل کېږي، د دغو ناروا

اعمالو کول او یا هغه ته وسیله ګرځېدل ټول منع او د سزا وړ ګڼل کېږي.

۷. موږ د هغو افرادو، بنسټونو، ډلو او هېوادونو مداخله چې په افغانستان کې د

جګړې د دوام سبب ګرځي او د افغان وژنې او نفاق لامل کېږي؛ په کلکه ردوو او

محکوموو.

د اسلامي مطالعاتو د مرکز مرستیال مولوي غفران‌الله مراد د فتوا د لوستلو په یوه برخه له دواړو لوریو نه د جګړه د درولو غوښتنه وکړه او په وینا یې، اوسنیو ناخوالو ته په کتو سره افغان‌علماوو، د ټولو دیني او ټولنیزو بنسټونو استازيو او روحانیونو په افغانستان کې د روانې جګړې او ناورین په اړه یو موقیف څرګند کړی او دا جګړه یې ناروا بللې ده.

د غه راز د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د دیني علماوو د غونډې بل ګډونوال او دیني‌عالم وویل، قرانکریم د مسلمانانو وژنه حرامه او ناجایزه بولي او په ټینګار سره وايي چې اسلام د یووالي دین دی او په‌دې دین کې ورور وژنې ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

ده وویل، د افغانستان ټول مدني او جزایي قوانین د شرعیت او فقې په اصولو کې جوړ شوي‌دي او افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د اسلام په دفاع کې ډېرې قربانیانې ورکړې‌دي.

د ده په خبره، په اسلام کې سوله ډېره مهمه او اړینه ده او دواړه لوري باید د جګړې د دوام پرځای د سولې لاره خپله کړي او افغان ولسمشر چې له‌دې مخکې د سولې په اړه طالبانو ته کوم وړاندیزونه کړي‌وو؛ هغه باید ومني او سولې ته غاړه کېږدي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د دیني‌علماوو د غونډې په خلاصیدو او فتوا په صادرېدلو سره د لویې جرګې خېمې ته نږدې چاودنه وشوه چې ۷ تنه په‌کې ووژل شول او ۹ تنه هم ټپیان شول.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام