د اساسي قانون ۶۱ماده: د ملي یووالي حکومت د کار نېټه پای ته رسېدلې

د جنبش ګذار په نوم بنسټ سرلاري وایي د اساسي قانون ۶۱ مادې له مخې د ملي یووالي حکومت د کار موده بشپړه شوې او په دې ماده کې ناڅرګندتیا نه‌شته.

د دې بنسټ مشر هارون معترف وايي، د اساسي قانون ۶۱ مادې په اړه له حقوق پوهانو او سیاستوالو سره له څو میاشتو سلامشورو دې پایلې ته رسېدلی چې د اساسي قانون له‌مخې د حکومت د کار موده څلور کاله ده او د غبرګلي له لومړۍ نېټې وروسته د حکومت دوام د ده په وینا مشروعیت نه‌لري.   

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي هم وایي اساسي قانون پر ساده ژبه لیکل شوی خو د ده په وینا ارګ په لوی لاس هغه تحریفوي.

معنوي، له چارواکیو او سیاستوالو غواړي د ملي یووالي حکومت د کار پای جدي وګڼي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال دا څرګندونې بې بنسټه ګڼي او وایي، د ولسمشر د کار موده د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

په همدې حال کې د جنبش ګذار سرلارو په غونډه کې ۶ ماده یي بدیل طرحه هم وړاندې کړه چې د لنډ مهاله حکومت جوړېدل، د ملګرو ملتو او ناټو په مشري ټاکنې او د پوځي کمېټې جوړېدل یې غټ ټکي وو. 

دا داسې مهال دی چې د ولسمشر دوه تېرې کاري دورې پنځه، پنځه کاله او له هغو هم اوږدې شوې وې خو هغه وخت چا دا مسله نه وه راپورته کړې او نه چا د اساسي قانون ۶۱ ماده یاده کړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام