سیګار په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي دي چې واشنګټن په افغانستان کې ۵ میلیارده ډالر بېځایه ضایع کړي دي.
د دغې ادارې په راپور کې راغلي دي چې امریکا د افغانستان ناامنو سیمو د ټیکاوو په هدف میلیاردونه ډالر ولګول خو په دغو سیمو کې یادو هڅو پایله ورکړې نه ده او لا ناامنه شوې دي. د سیګار د موندنو پربنسټ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د امن او ټیکاوو رامنځته کېدو په موخه بنسټیزې پروژې د افغانستان پر شرایطو له پوهېدو پرته عملي شوي دي.
راپور کاږي له دغو پروژ نظارت نه کول، غلاوې او فساد لامل شوي دي چې په جګړه ځپلو سیمو کې د امن رامنځته کېدو پروګرامونه پایله ورنه کړي.
سیګار وايي امریکا له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۱۷ کال پورې تر سخت فشار لاندې وه ترڅو د افغانستان ناامنو ولسوالیو کې ټیکاوو رامنځته کړي او امریکا همدې موخې لهپاره په چټکۍ سره زیاتې پیسې ولګولې؛ دا سې حال کې چې افغانستان د دومره زیات شمېر پيسو د جذب لهپاره چمتووالی او ظرفیت نه درلود.
د سیګار رییس جان ساپکو وايي، نظامي عملیاتو سم لاسي خو ناپيداره پایله لرله، په داسې حال کې چې د ټیکاوو پروګرامونه ډېر وخت نیسي. ساپکو وايي، د ټیکاوو ایجادېدو پروګرامونه پېچلي دي او په داومداره توګه باید تمویل، تجهیز او پام ورته وشي.
د راپور پایله ښيي امریکا ونه شو کولی په افغانستان کې ټیکاوو رامنځته کړي.