د ازادو رسنیو ملاتړ دفتر یا نی مسوولانو نن ورځ کابل کې خبري غوندې ته وویل داسې ریپوټونه ور رسېدلي چې په کندهار کې د خبریالانو وضعیت اندېښمنونکی دی او د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د حکومت ۶ منتقد خبریالان پر کورونو کېنولي دي.
خبري غونډې ته د نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر وویل د کندهار امنیې قوماندانۍ او امنیتي چارواکیو دغو خبریالانو ته ویلي د امنیتي ګواښونو په سبب باید له خپلو کورونو کار وکړي.
د ښاغلي خلوتګر په وینا، د خبریالانو محدودول ګته نهکوي او د کندهار امنیتي چارواکیو دا کړنه خبریالي درولی نهشي.
خلوتګر زیاتوي، کندهاري خبریالان له سختو ستونزو سره مخ دي او پر کورونو د خبریالانو کېنول د هغوی پر روح او روان ناوړه اغېز کړی دی.
د نی مسوولانو په وینا، د کندهار امنیتي چارواکي د ځایي خبریالانو خصوصي ژوند کې لاسوهنه کوي چې دا عمل ناقانونه دی.
ومو غوښتل په دې اړه د کندهار امنیې قوماندانۍ نظر ته هم په ریپوټ کې ځای ورکړو خو له ډېرو هڅو سره ـ سره ونه توانېدو.