طالبانو جوزجان کې د ټاکنو کمېسیون ۷۰ تنه متقاضیان تښتولي

د جوزجان ولایت یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، طالبانو له پرون راهیسې تر ننه د دې ولایت له مردیان ولسوالۍ نه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د موقتو بستونو ۷۰ تنه متقاضیان له ځانه سره وړي او وهلي ـ ډبولي یې دي.

 د دې سرچینې په وینا، د ټاکنو د موقتو بستونو له‌دې متقاضیانو نه یو څو تنه د سپین‌ږیرو په منځګړیتوب راخوشې شوي؛ خو ډېر یې لا هم د طالبانو په ولکه کې دي.

د جوزجان ولایتي شورا غړې حلیمه صدف کریمي هم له ناامنۍ نه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې طالبانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د موقتو بستونو ځېنې متقاضیان له ځان سره وړي چې تر دامهاله یې په اړه دقیقه اطلاع نه‌شته.

خو د جوزجان ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس امان‌الله حبیبي وايي، طالبانو د دې کمېسیون موقت متقاضیان له ځان سره وړي چې له ژمنې وروسته یې بېرته خوشې کړې‌دي.

د ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې له ملي بهیر له پیلېدو راهیسې د نوم‌لیکنې مرکزونو او ټاکنیزو کارکوونکیو ته د دولت د مخالفانو له لوري ډېر ګواښونه متوجې شوې‌دي.

د جوزجان ولایت ځېنې مدني فعالان او اوسېدونکي د ناامنیو په زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي، که حکومت د رایه‌ورکوونیکو نوم‌لیکنې مرکز امنیت ټینګ نه کړي؛ دا بهیر به ناکام شي او هېڅوک به د ټاکنو له‌پاره ګډون ونه‌کړي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام