د افغانستان شطرنج ملي لوبډله اوزبیکستان ته ځي

ټاکل شوې، د افغانستان شطرنج ملي لوبډله د نوي فدراسیون د ټاکلو او په کابل کې دغوراوي پړاو سیالیو وروسته په راتلونکې یوه اوونۍ کې اوزبیکستان ته سفر وکړي.

افغان لوبډله به د اوزبیکستان په پلازمېنې تاشکند کې د شطرنج سیالۍ وکړي چې ډېر ژر به ورته غوره لوبغاړي په ملي لوبډله کې اعلان شي.

د افغانستان شطرنج ملي لوبډلې د غورو لوبغاړیو پیداکولو په موخه غوراوي پړاو سیالۍ په کابل کې د ۸ ورځو لوبو وروسته دغوره لوبغاړیو په پېژندلو سره پای ته ورسېدلې.

سیالۍ په ۳ بېلابېلو لویانو، ځوانانو او تنکیو ځوانانو کټه‌ګریو کې شوي چې له ۴۰ ډېرو شطرنج لوبغاړیو په‌کې برخه اخېستې وه.

په کابل کې پیل شویو ۱۷م پړاو شطرنج غوراوي پړاو سیالیو په پای کې عبدالخالق، حبیب‌الله او ویس د شطرنج غوراوي پړاو سیالۍ وګټلې او په‌خپلو کټه‌ګریو کې یې لومړي مقامونه وګټل.

لوبغاړیو په ۱۱ پړاونو کې په سویسي سیسټم یو بل سره لوبې وکړې چې د لویانو یا پخوانیو لوبغاړیو په برخه کې حبیب الله یوسفزي د ډېرو امتیازونو په ګټلو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.

په همدغه برخه کې بیا حبیب‌الله او ګل‌اقا د لوبغاړیو په ډله کې دویم او درېیم مقام ترلاسه کړ او له نورو لوبغاړیو ښه وځلېدل.

دغه راز د ځوانانو په برحه کې بیا عبدالخالق ویس له نورو ښې لوبې وکړې او لومړی مقام یې ترلاسه کړ چې احمدصفي دویم او خېبر فرازي په وار سره درېیم مقام وګټلو.

په درېیمه او د ۱۸ کلنۍ نه ښکته په تنکیو ځوانو لوبغاړیو کې بیا ویس نادري، سپهر او الیال د ګډونوالو لوبغاړیو په ډله کې لومړی، دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام