د جوزجان ولایتي شورا غړي، مدني فعالان او د امنیتي ځواکونو ځېنې کورنۍ وايي چې طالبان تر خپلې ولکې لاندې ۷ کلیو کې ۱۲۰ کورنۍ اړې کړي چې هره یوه دوی ته ۱۴ زره افغانۍ ورکړي او خبرداری یې ورکړی، که پیسې ور نهکړي؛ له سیمې په جبري توګه به کډه کوي.
د امنیتي ځواکونو کورنۍ یوه غړي او د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکي خیرمحمد سلام وطندار ته وویل چې طالبانو ورنه ۱۴ زره افغانۍ غوښتي دي او په خبره یې، دا لړۍ اوس هم روانه ده.
د جوزجان ولایتي شورا غړی بابر ایشچي هم پهدې ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو پراخېدلو په اړه د اندېښې د څرګندولو ترڅنګ وايي چې طالبان پهدې ولایت کې ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او هره ورځ یې د جلبوجذب ساحه پراغېږي.
د نوموړي په وینا، طالبانو د امنیتي ځواکونو له کورنیو د نغدو پیسو غوښتنه کړې؛ خو تراوسه پهدې سیمه کې د امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو څرک نه لګېږي.
د ایشچي په وینا، له څوو میاشتو راهیسې دا وضعیت روان دی او هیله لري چې امنیتي ځواکونه عملیات وکړي او خلک ډاډه ژوند ته راوګرځوي.
په ورته وخت کې د جوزجان ځېنې مدني فعالان پر حکومت له نیوکې سره وايي چې امنیتي ځواکونه پهدې ولسوالۍ کې د عملیاتو پیل نه عاجز دي او د طالبانو ځپلو اراده نهلري.
مدني فعال علي شیر جوزجاني سلام وطندار ته وویل، حکومت هم د ولس په شان کمزوری دی او هماغسې چې ولس د طالبانو پر وړاندې نهشي درېدلی؛ حکومت هم ځان بېوسه ښيي.
د ده په خبره، دولتي ماموران او ځانګړي ډول امنیتي ځواکونو له کومه داسې معاش اخلي چې طالبانو ته یې هم ورکړي او خپله کورنۍ پرې هم وچلوي.
دغه راز، د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشې هم مني چې طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې له هېڅ ډول جنایته مخ نه اړوې او له خلکو د پیسو په اخیسلتو سره ځان تجهیزوي.
اقچه د جوزجان یوه له امنو ولسوالیو ګڼل کېږي چې طالبان پهکې په پراخه توګه حضور لري.