اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروزالدین فېروز او یوشمېر کورنیو او بهرنيو چارواکیو سپېدار ماڼۍ کې له نريرنځ سره د مبارزې نړۍواله ورځ ونمانځله.
اجرایوي رییس عبدالله له نريرنځ سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، له نريرنځ ناروغۍ سره د مبارزې لهپاره مهم ګامونه اوچت شوي خو بسنه نهکوي.
عبدالله له رسنیو غواړي، د نريرنځ ناروغۍ په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.
اجرایوي رییس زیاته کړه، له نريرنځ سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو همکاري او د خلکو هڅې لامل شوي ترڅو د دغې ناروغۍ د تشخیص مرکزونه له ۱۰ ځنې ۲۳۰۰ ته لوړ شي.
د ښاغلي عبدالله په وینا، تېرو کلونو کې به خلک د نريرنځ ناروغۍ درملنې لهپاره له لېرې پرتو سیمو، کابل ته راتلل، خو اوس د تبرکلوز د تشخیص مرکزونه د هېواد ټولو سیمو کې فعاله دي.
له نريرنځ سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې داسې مهال نمانځنه کېږي چې د عامې روغتیا وزیر په وینا، ۱۳۹۶کال کې په نريرنځ د اخته کسانو شمېر له ۱۶۰۰۰زرو ۱۷۰۰۰زرو ته لوړ شوی دی.
۱۹۹۶ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان له نريرنځ سره د مبارزې اتحادیې په همکارۍ، د مارچ ۲۴ نړۍ کې له تبرکلوز سره د مبارزې، مخنیوي او دې برخه کې د اطلاع ورکولو نړۍوالې ورځې په توګه یاد کړه.