د غزني ښار ختیځې برخې کې پروت سخي زیات تیره شپه په ماین الوځول شوی او ویجاړ شویدی.
معمولاً په زرګونو تنه افغانان په نوي کال کې دې زیارت ته ورځي او د زیارت شاوخوا کې د خیمو په درولو سره میلې کوي.
مخکې لهدې هم د غزني په مقر ولسوالۍ کې دوه نور زیارتونه سوځول شويوو.
غزني ډېر اوسېدونکي د زیارتونو ویجاړول د داعشیانو کار بولي؛ خو د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري سلام وطندار ته وویل چې وهابیان او هغه کړۍ چې داعشي سوچ لري د غزني تاریخي او با ارزښته ځایونه ویجاړوي.
په ورته وخت کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بشیرمحمدي وايي چې د دې وضعیت په دوام سره پهدې ولایت کې د سلګونو تاریخي اثارو په اړه ځکه اندېښمن دي چې ساتونکي نهلري.
ښاغلي محمدي زیاته کړه چې دا زیارت تاریخي مخینه لري او ویجاړول يې د افغانستان د فرهنګ دوښمنانو کار دی.
نوموړي له کورنیو چارو وزارته وغوښتل چې د غزني لرغونو سیمو ساتنې لهپاره ځانګړي پولیس وګوماري.
ښاغلي یوسفي زیاته کړه چې دا بریدونه د داعشیانو لهپاره شینڅراغ دی او د غزني اوسېدونکي يې اندېښمن کړيدي.
سره لهدې چې غزني کې د دولت بېلابېلې وسلهوالې ډلې فعالیت لري؛ خو دا لومړی ځل دی چې په وروستیو دوو میاشتو کې ۳ زیارتونه په بمونو الوځول کېږي.