.jpg)
د کابل ښاروالۍ تنظیف ریاست کارکوونکي دنده لري له هرې چاودنې او ځانمرګي برید وروسته د پېښې سیمه پاکه کړي. خو دغو کارکوونکیو د کابل شنبې برید سیمه کې څه لیدلي؟
دوی له سلاموطندار سره په خبرو کې د برید ساحې په اړه وايي، چې سخت وېرونکی حالت و او د برید قربانیانو د بدن غوښو ټوټو راټولولو او وینو پاکولو د دوی په روان ناوړه اغېز کړی دی.
د کابل ښاروالۍ یو کارکوونکی رفیع له خپلو نورو همکارانو سره د صدارت څلور لارې د شنبې خونړي برید سیمې پاکولو ته تللی و. دی چې کیسه راخلي ستونی یې را ډک کېږي. رفیع وايي، د دغه برید د قربانیانو د بدن ټوټې یې پلاستیکي کڅوړو کې راټولې کړي دي او له روحي اړخه یې زښت ډېر زیانمن کړی دی.
د رفیع په خبره، دغو ورځو کې هېڅوک په ښار کې ځان خوندي نه احساسوي.
.jpg)
د عبدالباعث او مهمند په نومونو د ښاروالۍ دوو نورو کارکوونکیو چې د شنبې موټر بم برید سیمه یې پاکه کړې وايي، د بریدونو قربانیانو د بدن غوښو ټوټو راټولول یې ورځنۍ کار ګرځېدلی.
دوی وايي، د ښاروالۍ زیاتره کارکوونکي د قربانیانو د وینو او د غوښو ټوټو په پاکولو سره کاري ځواک له لاسه ورکوي؛ خو د مجبوریت له وجې دا کار کوي.
نکل کا، چې د دغه حالت په لېدو یې له ډوډۍ او خواړو زړه تورن شوي دي.
په کابل ښار کې وروستیو ترهګریزو بریدونو د وګړو رواني امنیت زښت خراب کړی دی. خلک له حکومته غواړي، د امنیت ټینګښت لهپاره اغېزمن پلان ولري.
د کابل ښار شنبې خونړي موټر بم برید لهکبله ۱۰۳ تنه ووژل شول او ۲۳۵ تنه نور ټپيان شول؛ چې د وژل شویو کسانو له ډلې تراوسه پورې د ۴۰ تنو هویت لا هم تشخیص شوی نه دی.





