په بامیانو د ګرځندویانو د ورتګ غورځنګ

سره له‌دې زیاتره وختونه د بامیانو ولایت لویه لاره ناامنه وي؛ خو د بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو لېوالتیا او شمېر د تېرکال په پرتله زیات شوی‌‌‌دی. دغه راز سوداګرو هم په‌دې ولایت کې پر هوټلونو زیاته پانګونه کړې‌ده.

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې یوازې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې شاوخوا ۴ زره کورني او بهرني ګرځندویان د دې ولایت له طبیعي، تاریخي او لرغونو سیمو او مناظرو لیدنه کړې‌.

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ځای‌ناستي رییس حسین‌احمدپور له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو د زیاتوالي له امله سوداګرو له ۲۰ میلیونو نه د زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت پر مجللو هوټلونو پانګونه کړې‌ده.

د احمدپور په خبره، په وروستیو کې پر ۱۰ سُنتي هوټلونو سربېره ۵ معیاري هوټلونه په مجهزو ورځنیو امکاناتو سمبال جوړ شوي‌دي چې د بامیانو اوسېدونکیو په اقتصاد مخامخ اغېز لري.

یوه امریکايي توریسته مېرمن کی لي چې له څه مودې راهیسې په بامیانو ولایت کې مېشته ده وايي، د هوټلونو امنیت او امکانات د دې سبب شوي چې زیاتره بهرني ګرځندویان دغه ولایت ته راشي او له لرغونو او تاریخو سیمو لیدنه وکړي.

د دې امریکايي مېرمنې په خبره، بامیان د نړۍ له غوره چکر ځایونو دی.

د لاسي صنایعو یو پلورنکی عذرا لعلی وايي چې مناسبو امنیتي شرایطو داخلي او بهرنیو ګرځندویانو ته زمینه برابره کړې‌ده چې د دې ولایت تاریخي ابداتو لیدلو ته راشي. د اغلې لعلي په خبره، په بامیانو کې د چشنوارو او فرهنګي پروګرامونو جوړول د دې سبب شوي چې خلک له ټول افغانستانه راشي او دا راټولېدنه د دې لامل کېږي چې د بامیانو د ښځینه‌وو لاسي کارونه ښه وپلورل شي.

د بامیانو هوټلیان هم له حکومته غواړي چې د لویو لارو امنیت ښه کړي چې ګرځندویان په ډاډه زړه دې ولایت ته تګ ـ راتګ وکړي.

بامیان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سارک فرهنګي پلازمینې په نوم غوره شوی او هر کال د دمبورې، د کچالو ګل او ورېښمو لارې د جشنوارو کوربه وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام