پېښور کې افغان جنرال کونسل وایي چې په پاکستان کې افغان سفارت هورې د دېره کډوالو استازو ته ویلي د مارچ میاشتې تر ورستیو دې هېواد ته د ورستنېدو چمتووالی ونیسي.
د پاکستان کابینې نږدې یوه میاشت مخکې پرېکړه کړې وه شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال چې د کډوالۍ کارتونو نېټه یې پای ته په رسېدو ده باید د روان کال جنورۍ تر پایه له پاکستانه ووېستل شي.
ځینو پاکستانیو او افغان څېړونکیو هغه مهال د پاکستاني چارواکیو دا پرېکړه سیاسي او ناقانونه بللې وه.
خو په پېښور کې افغان جنرال کونسل معین مرستیال نن سلاموطندار ته وویل د پاکستان د کابینې د پرېکړې لهمخې د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه دې افغان کډوال د وتلو چمتووالی ونیسي؛ نه دا چې ووېستل شي.
ښاغلي مرستیال زیاته کړه، په دې اړه افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په پېښور کې د کډوالو استازو ته د افغان حکومت دریځ اعلان او ترې یې وغوښتل چې کډوال دې د مارچ میاشتې تر وروستیو هېواد ته د ورستنېدو لهپاره ځانونه چمتو کړي.
د مرستیال په وینا کډوالو دوی ته د ورکړل شوي وخت کموالي په اړه اندېښنه وړاندې کړې او ویلي دي، چې په دې موده کې نه شي چمتو کېدلی.
ورته وخت کې په پېښور کې د کډوالو سراسري شورا غړی ملک اول خان میاخېل سلاموطندارته وویل، له افغان چارواکیو سره یې خبرې کړي او ډېر ژر به د خیبر پښتونخوا له وزیرعلا پرویز خټک سره وګوري او ترې وبه غواړي چې دغه وخت یو څه زیات تمدید شي.
دغه راز، د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي د دوی او پاکستانيو چارواکیو ترمنځ په دې اړه مخامخ رسمي خبرې نه دي شوي.
دی زیاتوي له دیپلوماتیکو لارو هڅې روانې دي چې د افغان کډوالو راویستلو وخت اوږد شي.
د ښاغلی میاخېل په وینا د کډوالو ستنېدو ته یې د چمتووالی هڅې ګړندۍ کړي دي.
د پاکستان حکومت د افغان کډوالو راویستلو پرېکړه هغه مهال وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوي کال په خپل لومړي ټویټ کې ولیکل چې پاکستان پر امریکایي مشرانو د ساده ګانو ګومان کړی دی. پاکستان د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په نوم له امریکا څه باندې ۳۳ میلیاده ډالر اخیستي خو په مقابل کې یې امریکایان غولولي او له دروغو پرته یې هېڅ هم نه دي ورکړي.
د ښاغلي ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون د پاکستان کابینې پرېکړه وکړه چې د افغان کډوالو کارتونو موده نوره نه غځوي او د جنورۍ تر پایه دې ووېستل شي.