د اکس فام په نوم د خیر ښېګنې برېتانوۍ موسېسې د اقتصادي نابرابرۍ په اړه تازه کلنی رپوټ خپور کړی، چې ښيي د ټولې نړۍ ۸۲ سلنه شتمني د یو سلنه شتمنو خلکو په لاس کې ده.
د اکس فام ریپوټ پربنسټ د ۲۴ کسانو شتمني چې د شتمنو نوملړ په سر کې ځای لري د ټولې نړۍ ۵۰ سلنه بېوزلو کسانو له پانګې سره برابره ده؛ دا داسې مهال ده چې تېرکال د ۶۱ کسانو شتمني د نړۍ د ۵۰ سلنه بېوزلو کسانو له شتمنۍ سره برابره وه.
د اکس فام موسېسې اجرایوي مدیر ویني بیانیما وايي، په ۲۰۱۷ کال کې د نړۍ بیلیونرانو هر یو خپله شتمني ۷۲۶ بیلیونه ډالره زیاته کړې چې په دې سره په نړیواله کچه ۷ سلنه بېوزلي راکمولی شو. د ده په وینا، د پانګې دومره زیاتوالی د اقتصادي سیستم ماتې په ګوته کوي.
د اکس فام اجرایوي مدیر زیاتوي، شرکتونه او پانګوال له خلکو په ناوړه ګټنې سره چې د کالیو په جوړښټ، د خوراکي توکیو پروسس او د سوداګریزو توکیو په عرضه کې پر چارو بوخت دي ناوړه ګټنه کوي او خپله ګټه زیاتوي.
د یاد ریپوټ په یوه برخه کې راغلي چې د کارکونکیو حقونو کموالی او د تولید ماشیني کېدل په نړۍ کې د اقتصادي نابرابرۍ یو له مهمو لاملونو دي.
د اکس فام خیرښېګڼې موسېسه د شتمني وېش او اقتصادي درز له منځه وړلو په موخه د کارګرانو حقوقو زیاتولو لارو چارو، د مالیو ورکړې له پروګرامه ګټنې او په ټوله نړۍ کې د دولتونو لهخوا د عمومي پروګرامونو پیلولو وړاندیز کوي.
همدا اوس په نړۍ کې ۲۰۴۳ بیلیونران شته چې له دې ډلې ۹۰ سلنه یې نارینه دي.
د دې موسېسې د ۲۰۱۶ کال کلنی ریپوټ ښیي چې د نړۍ ۸ نارینه پانګوال لکه بېل ګیتس او مایکل بلوم بېرګ د ۳،۶ میلیونو کسانو په اندازه پانګه لري.