د فاریاب ولایتي شورا مرستیال صبغتالله سیلاب سلام وطندار ته وویل چې وسلهوالو طالبانو نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په جمعهبازار د هاوان درې ګولۍ ویشتي چې په پایله کې یې ۴ ملکیان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پهکې ۵۴ نور ټپیان شويدي.
د ولایتي شورا مرستیال په وینا، طالبانو غوښتل د خواجه سبزپوش ولسوالۍ ودانۍ په نښه کړي چې هلته والي، امنیه قوماندان او نورو امنیتي چارواکيو غونډه درلوده.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یوریش هم مني چې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په جمعهبازار کې د هاوان درې مرمیو لګېدو ۵ کسان وژلي او ۴۵ نور يې تپیان کړيدي.
د ښاغلي یورش په وینا، د دې پېښې یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک دی او ښايې چې د وژل شویو شمېر لهدې هم لوړ شي.
طالبانو تراوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.