مرکزي بانک په هېواد کې د زړو بانک‌نوټونو پېر او پلور ناقانونه بولي

مرکزي بانک د تېرکال په ژمي کې اعلان وکړ چې د ۱۳۹۶ لمریزکال له پیل وروسته به هغه زړې پیسې چې سورۍ وي، لیکل پرې شوې وي او یا پرې رنګ پاشل شوی وي؛ په بانکونو کې نه بدلېږي؛ خو همدې بانک د روان کال په دوبي کې بېرته اعلان وکړ چې ټول بانک‌نوټونه د هېواد په بازارونو کې د چلښت وړ دي.

اوس د کابل په پُل‌خشتي سیمه کې ځېنې کسان د ګرځندو صرافانو په توګه په ښکاره زاړه او خراب شوي افغاني بانک‌نوټونه په څه توپير له ښاروندانو اخلي او په‌خپل ارزښت یې بېرته په مرکزي بانک بدلوي.

ځېنو دغو کسانو سلام وطندار ته وویل چې ۵ زره زړې او سورۍ پیسې په ۴۸۰۰ افغانیو له هټیوالو اخلي مرکزي بانک ته له وړولو سره ورته په‌‌دې رقم کې ۲۰۰ افغانۍ ګټه پاتې کېږي.

له‌دغو کسانو یو رحیم الله او غني جان نومي ګرځنده صرافان وايي چې زړې پیسې مرکزي بانک ته وړي او له نویو هغو سره يې بدلوي. دوی زیاتوي: « ۱۰۰ افغانۍ چې خرابې وي په ۹۰ افغانیو اخلو، که موږک خوړلې وي، څنډه يې نه وي ۵۰۰ افغانۍ او کله ناکله یې په ۴۸۰ یا ۴۷۰ افغانیو هم اخلو، زر افغانۍ په ۹۷۰ یا ۹۸۰ افغانیو اخلو او مرکزي بانک ته يې وړو سر په سر يې بدلوو.»

په ورته وخت کې د کابل ښار اوسېدونکی نادرشاه چې غواړي د ۱۰۰ شکېدلی نوټ وپلوري؛ وايي چې تل خپلې زړې او خرابې پیسې دلته راوړي او د څوو افغانیو په توپیر يې له ځېنو ګرځندو صرافانو سره بدلوي.

له‌دې سره هم‌مهاله د اسلامي بانکدارۍ پوهان په هېواد کې د رسمي بانک‌نوټونو پېر او پلور پر همدغو پیسو باطل بولي.

د اسلامي بانکدارۍ سلاکار محب‌الله شریف وايي چې د هېواد د کرنسیو پېر او پلور په همدغو پیسو په لوړه یا ټیټه بیه د اسلام له نظرخ ناروا کار دی.

د مرکزي بانک مسوولان هم د هېواد په بازارونو کې د زړو پیسو پېر او پلور ناقانونه بولي.

د مرکزي بانک ویاند ایمل عاشور سلام وطندار ته وویل چې دغه بانک ته ټولې افغانۍ یو شان ارزښت لري او زیاتوي، هغه کسان چې افغانۍ په څه توپیر اخلي او پلوري یې؛ قانون تر پښو لاندې کوي.

که څه هم دغه ګرځنډه صرافان وايي چې زړې پیسې مرکزي بانک ته وړي او په بدل کې یې نوې هغه اخلي؛ خو د مرکزي بانک ویاند وايي چې هر څوک د یو مشتري او یا ازاد وګړي په توګه خپلې زړې پیسې په بانک کې بدلې شي؛ خو که څوک له زیاتو پیسو او د اقتصادي فعالیت او کاري جواز پرته د دې بانک څانګو ته مراجعه وکړي، دوی ته پوښتنه پیدا کېږي چې دا پیسې يې له کومه کړي.

ښاغلي عاشور زیاته کړه چې د مرکزي بانک ټولو څانګو ته يې لارښوونه کړې، که څوک د بدلولو له‌پاره زیاتې زړې پیسې وروړي؛ پوښتنه دې ترې وکړي او د ناقانونه فعالیت د نښو له پیداکولو سره دې یې اړوندو ارګانونو ته ور وپېژني.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ټینګار کوي چې پولیس دا موضوع څېړي او په‌دې تړاو نیولو شویو کسانو سره قانوني چلند وکړي.

د مرکزي بانک مسوولان وايي چې دمګرۍ په ټول هېواد کې په قانوني ډول له ۳ زرو زیات صرافان او حواله‌ګر د پیسو بدلولو کارو بار کوي او هغه کسان چې په ښار کې د ګرځندو صرافانو په نوم کار کوي؛ نه جواز لري او نه هم د دغه بانک تر څارنې لاندې دي.

مرکزي بانک له ټولو وطنوالو غوښتنه وکړه چې خپلې زړې او خرابې پیسې د دغه بانک او شخصي بانکونو څانګو ته ور وړلی او له هر ډول کمېشن پرته بدلولی شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام