د کندوز له نیمايي زیات خصوصي روغتونونه ناقانونه فعالیت کوي

د کندوز ولایتي شورا وايي، په دې ولایت کې له ۶۵ سلنې زیات خصوصي روغتونونه له قانوني جواز پرته فعالیتونه کوي.

د ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري سلام‌وطندار ته وویل، د عامې روغتیا او نورو مسوولو بنسټونو سره یوځای یې د کندوز له خصوصي روغتونونو او کلېنیکونو نظارت کړی دی او په پایله کې معلومه شوې چې د دغو روغتونونو زیاتره ډاکتران بې تجربي او له تحصیلي بنسټونو تازه فارغ شوي دي.

دی وايي، زیاتره هغه چې له خصوصي انستیتیوتونو فارغ شوي په خپل سري یې کلېنیکونه جوړ کړي دي او د فعالیت جواز هم نه لري.

د کندوز ښار یوشمېر اوسېدونکي هم شکایت کوي، چې خصوصي روغتونونه باکیفیته روغتیايي خدمتونه، نه وړاندې کوي او زیاتره هغه یې په عوام غولونکیو تبلیغاتو خلک تېر باسي.

د کندوز ښار استوګن شېرمحمد وویل، په دې ښار کې هره ورځ یو روغتیايي مرکز پرانیستل کېږي خو د جواز او د خدمتونو کیفیت په اړه ترې هېڅ نه پوښتل کېږي او زیاتره دغه مرکزونه یوازې خلک تېر باسي او بس.

د دې ښار یو بل استوګن نصیر احمد وايي، دغه خصوصي روغتونونه او کلېنیکونه باکیفیته درمل او مسلکي ډاکتران نه لري.

د کندوز د عامې روغتیا رییس عبدالمتین عاطفي د خلکو د شکایتونو او ستونزو په تایید سره وايي، هغه شمېر روغتونونه او کلېنیکونه چې جوازونه یې نه لرل پرې تړلي دي او وايي له ۲۱ هغو یوازې ۶ روغتیايي مرکزونو د فعالیت قانوني جوازونه نه درلودل.

څه موده مخکې هم سلام وطندار راپور خپور کړی و، چې په کندوز ښار کې په یو خصوصي روغتون کې جراحي برخه له قانوني جواز پرت پرانیستل شوې وه او په یوه ورځ کې یې دوه خویندې د عملیات پرمهال ووژلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام