صفر نقطې ته را ګرځېدل؛ پردی وطن، پردی دی

له تېرو څو لسیزو راهیسې د کاري اسانتیاوو د نه موجودیت، بې‌وزلۍ او ناامنیو له کبله ګڼ شمېر کورنۍ د نامنظمې کډوالۍ له لارو بهرنیو هېوادونو ته تللي چې د دغو کډوالو لویه برخه د لارې په اوږدو کې له بې‌شمېره ستونزو سره مخ شوي او ځینو یې ان خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

دغه‌ راز ځینې هغه کډوال چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت شوي، په دې وروستیو کلونو کې یا په خپله خوښه او یا هم د هغو هېوادونو له لوري په زوره بېرته خپلو هېوادونو ته راګرځول شوي دي.

فضل‌کریم او سخي‌الله د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته نږدې په مختار کمپ کې دوه هغه بېرته راستانه شوي کډوال دي چې کلونه وړاندې د ناقانوني کډوالۍ له لارې ایران او پاکستان هېوادونو ته تللي وو.

دوی وايي، په هېواد کې د اقتصادي ستونزو، بې‌وزلۍ او جګړو له امله یې د نامنظمې کډوالۍ له لارې بهر هېوادونو ته مخه کړه چې وکولی شي خپلې کورنۍ ته هوسا ژوند برابر کړي، خو له دې ناخبره چې نامنظمه کډوالي ناوړه پایلې لري.

د هغوی په وینا، په ایران او پاکستان کې یې د ژوند کولو پر مهال هم سختې شپې تېرې کړي او ډېر داسې کارونه یې کړي چې خپله پاکستانیانو نه کول او هر وخت به د هغه هېواد پولیسو له خوا له ځور سره مخ وو.

لښکرګاه ښار ته نږدې د مختار کډوالو په کمپ کې فضل‌کریم او سخي‌الله د ناقانوني کډوالۍ او کورنیو جګړو له کبله د خپل تریخ ژوند کیسه بیانوي او وايي، په هېواد کې د ناامنۍ له کبله پاکستانه ته کډه شول او په وینا یې، هلته له ډېرو سختو ورځو و شپو تېرولو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول. هغه وايي، په خپل هېواد کې ژوند، تر بل هر هېواده غوره او په عزت کې دی.

فضل کریم او سخي‌الله چې څو کاله وروسته بېرته کور کلي ته را ګرځېدلي وايي، اوس هم په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

دوی له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، د ژوند توره پاڼه یې لا هم نه ده بدله شوې او د خوراکي توکیو او د کاروبار نه موجودیت ترڅنګ، د اوسېدو ځای هم نه لري او مرستو ته سترګې پر لاره دي.

د هلمند د کډوالو رییس سیدمحمد رامین وايي، دولتي ادارو او مرستندویه موسساتو په بېلابیلو وختونو کې تر ډېرو کورنیو مرستې رسولي، خو د بېرته راغلیو کډوالو او بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره اساسي پلان لري، څو د اوسېدو ځای لپاره کورونه ورکړل شي.

هغه زیاتوي، کوم ښارګوټی چي کډوالو ته مشخص شوی، له ښاره لرې دی او په هغې سیمه کي امنیت خوندي نه دی؛ نو کله چې دولت امنیتي ساحه پراخه کړي، دوی به مستحقو کورنیو ته کورونه ورکړي.

د هغه د مالوماتو له مخې، په هلمند کې یې ټول‌ټال ۵۲۰۰۰ کورنۍ ثبت کړي چې ۹۷۰۰ کورنۍ په تېرو لسو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران نه ستنې شوي او پاته ۴۳۰۰۰ کورنۍ د جګړو او ناامنیو له امله له خپلو کورونو نه را بې‌ځایه شوې دي.

په دې سره د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د نامنظمې کډوالۍ مخنیوي لپاره یې بېلابېل پلانونه جوړ کړي، څو د هلمند اوسېدونکي له ناقانوني کډوالۍ نه مخ واړوي، د کډوالو پر وړاندې پرتې ستونزې حل کړي او د هغوی پر ژوند مثبت اغېز وکړي.

د نوموړي په وینا، بېلابېلې ادارې د کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شویو د ژوند ښه کولو او ورته د کاري بوختیاوو برابرولو لپاره کار کوي.

په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا د IOM ویاند حدیث پردېس وايي، هغه کډوال چي بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، ورسره په سرحدي سیمو کې لومړنۍ مرستې کوي او په خپل هېواد کې د ژوند تېرولو په پار ورته اسانتیاوې برابروي.

پردېس وویل، په تېر ۲۰۱۹ کال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یاIOM  د نورو ادارو په ملتیا ۴۰ زره کورنیو ته مرسته رسولي، خو په وینا یې لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.

دا چې بېرته راستانه شوي کډوال د مرستو ترلاسه کولو په برخه کې له یو لړ ستونزو سره مخ دي او نه پوهېږي چې کومو ادرسونو نه مرستې ترلاسه کړي، په اړه یې په افغانستان کې د کډوالۍ مالوماتي مرکز سلاکارې فریحې جبارخېله وايي، هغه خلک چي بېرته راستنېږي، هغوی موږ ته زنګ وهي او خپلې ستونزې او تجربې راسره شریکوي.

د نوموړې په وینا، له همدې لارې هغوی خپل دفتر ته راغواړو او له بېلابېلو لارو هڅه کوو چې ستونزې یې حل کړو.

باید وویل شي چي دولتي چارواکیو تل د کډوالو ستونزو هواري لپاره د اساسي پروګرامونو پلي کولو خبره کړې، خو په هلمند کې له اتلسو کلونو وروسته هم کډوالو ته اساسي کارونه نه دي شوي او د نامنظمې کډوالۍ موضوع اوس هم په افغانستان کې پر خپل ځای ده چې د بې‌وزله کسانو لپاره یې فضا نوره هم تنګه کړې ده.

نامنظمې کډوالۍ ته نه ووایئ!

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام