
په کونړ کې یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې نن مازدیګر څه کم درې بجې د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالي اړوند په ناوهپاس صفري نقطه کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستانیو ملېشو تر منځ جګړه نښتې چې اوس هم روانه ده.
سرچینه که څه هم په یاده نښته کې د دوو افغان سرتېرو ټپي کېدل مني، خو د جګړې پیلېدو د لامل په اړه څه نه وايي.
تر اوسه د پاکستانۍ غاړې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
ناوهپاس کنډو د کونړ او خیبرپښتونخوا ترمنځ هغه غرنۍ لاره ده چې له تېرو کابو لسو کلونو راهیسې بنده وه، خو کابو دوه میاشتې وړاندې د افغان ځواکونو له لوري ازاده شوه.
اړوند مطالب:
کونړ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو د جګړې دوام؛ ۳ کسان وژل شوي





