.jpg)
په غزني ولايت کې د الوتکې د غورځېدو مسووليت طالبانو پر غاړه واخيست.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ويشتل شوې الوتکه امريکايي ځواکونو پورې اړونده وه چې سپرليو کې يې د سي ای اې کارکوونکي هم شامل وو.
ياده خبرپاڼه کې د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له قوله ويل شوي چې دا الوتکه د استخباراتي عملياتو لپاره پورته شوې وه.
افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونو ويلي چې په دې اړه به څېړنې وکړي.
د غزني سيمهييزو مسوولانو لومړيو کې ويلي وو چې دا الوتکه د اريانا افغان هوايي شرکت ده؛ خو ياد شرکت او د هوانوردۍ ادارې دا راپورونه رد کړل.