کندهار کې روان کال ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۲۵ قضيې ثبت شوي

د کندهار د ښځو چارو ریاست مسوولان وايي، د روان ۱۳۹۸ کال له پيله تراوسه دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۲۵ قضيې ثبت شوې دي.

د ياد ولايت د ښځو چارو رييسې رقیې اڅکزۍ سلاموطندار ته وویل، ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو کې د میراث نه ورکړه، وهلټکول، له کوره تېښته، په کم عمر کې واده کول، د نفقې نه ورکړه او پر نورو سربېره، ۱ د جنسي تېري او ۳ د وژنې قضیې دي.

د نوموړې په وينا، ښايي دغه ډول نورې قضيې هم پېښې شوې وي، خو ډېری کورنۍ د ناوړه کلتوري دود له کبله نه غواړي چې دغه پېښې د ښځو له ملاتړو بنستونو سره شریکې کړي.

د رقيې په وینا، بې‌سوادي او د مېرمنو حقونو په اړه د خلکو نه پوهاوی، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لاملونه دي.

په ورته وخت کې کندهار کې روڼاندي او د بشري حقونو فعالان وايي، په کار ده چې په دې اړه د ښځو چارو ریاست او نورې اړوندې ادارې د عامه پوهاوي لپاره هڅې زیاتې کړي.

د دوی په وینا، تر ټولو اړینه خبره داده چې دیني عالمان له منبره غږ پورته کړي، ځکه افغاني ټولنه کې د دیني عالمانو غږ تر هرچا ژر اورېدل کېږي. 

کندهار کې د بشري حقونو فعالان زیاتوي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هغه مهال له منځه تلی شي چې کورنۍ د ښځو دیني او عصري زده‌کړو ته پام زیات کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام