هرات کې نږدې ۲۰۰۰مېرمنو د ځان‌وژنې هڅه کړې

د هرات د حوزوي روغتون مسوولان وايي، د روان ۱۳۹۸ کال له پيله تراوسه پورې ۱۷۴۸ کسانو په دې ولايت کې د ځان‌وژنې هڅه کړې ده.

 د ياد روغتون سرطبیب عارف جلالي وايي، د ځان‌وژنې په يادو هڅو کې ۲۷ يې ژوند له لاسه ورکړی چې ۸۰ سلنه يې مېرمنې دي.

د جلالي په وينا، د يادو کسانو ډېريو يې د مسمومېدو درمل او د موږکو د مړينې درمل په خوړلو، ځان سوځول او ځان ځړولو هڅې کړې دي.

۱۸ کلنه فوزيه( مستعار نوم) چې دوه ځلې د ځان‌وژنې هڅه کړې؛ خو دواړو ځلې روغه پاتې شوې. نوموړې د ځان‌وژنې هڅه، په زوره واده کولو په يادوي.

ديني عالمان ځان‌وژنه حرامه ګڼي او ټينګار کوي چې په اسلام کې ځان‌وژل جواز نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام