ټرمپ: په دې هڅه کې نه یم چې سلګونه زره افغانان ووژنم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د سې‌شنبې په ماښام خپله کلنۍ وینا کې ویلي، د افغانستان وضعیت کې د پام وړ پرمختګونه شوي او دی د افغانستان جګړې پای ته رسولو او خپل هېواد ته د امریکايي ځواکونو د بېرته استولو په هڅه کې دی.

ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه وويل چې د امريکايي سرتېرو د مېړانې له کبله ډېر پرمختګونه شوي دي او د سولې خبرې دوام لري.

هغه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت په اړه وویل، نه غواړي افغانستان کې سلګونه زره کسان چې ډېری یې بې‌ګناه وګړي دي ووژل شي.

نوموړي زياته کړه، د دوی وظیفه نه ده چې د نورو هېوادونو لپاره د قانون د تنفیذ ادارې په توګه کار وکړي.

ټرمپ ويلي چې حکومت به یې د امریکا له ملي امنیته دفاع او افراط پالنې سره مبارزې ته دوام ورکړي او د داعش ماته او د دغې ډلې د پخواني مشر ابوبکر البغدادي وژنه یې افراط پالنې سره مبارزه کې د خپل حکومت له لاسته راوړنه یاده کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام