د سمنګان ولایت د ټولګټو ریاست دروازه وتړل شوه؛ « سرپرست يې ناکاره دی»

د سمنګانو د ټولګټو ریاست یو شمېر کارکوونکيو د دغې ادارې د سرپرست د بې‌کفایتۍ او غیرحاضرۍ له کبله د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د مراجعانو پرمخ د دې ریاست دروازه وتړله.

 دغه کارکوونکي وايي، د ټولګټو ریاست سرپرست سید مرید سادات نه یوازې دا چې خپلې دندې ته نه حاضرېږي، له کارکوونکيو او مراجعانو سره هم ناوړه چلند کوي.

دغه راز د ټولګټو ریاست اداري مدیر اکبر نیازی وايي چې د سرپرست مدیر د نه موجوديت له کبله ټول کارونه په ټپه ولاړ دي.

د دغه ریاست د ساختمانونو مدیر احمد ذکي وايي، د دغې ادارې سرپرست بلخ ولایت کې زده‌‌کړیال دی او په خپلو زده‌کړو بوخت دی چې له همدې کبله دغه ولایت کې د ساختماني کارونو بهیر هم ورو پر مخ ځي.

کوم سندونه چې سلام‌وطندار ته رسېدلي ښيي چې د دغې ادارې کارکوونکيو څه موده وړاندې د سمنګان ولایتي شورا ته د مکتوب په استولو سره هغوی نه غوښتي وو چې ستونزو ته یې رسېدنه وشي.

د دغو سندونو یوه برخه کې لیکل شوي«ښاغلي سادات د دغه ریاست سرپرست په توګه له معرفي کېدو وروسته، به دغه رياست کې په ناقانونه توګه خپل څو کسان ګمارلي دي.

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري هم وايي، که مرکزي مسوولان دغه رییس بېرته لرې نه کړي، دوی به د دغه ریاست دروازې پرانیستو ته اجازه ور نه کړي.

د سمنګان ولايت مقام، د عامې روغتیا ریاست او له ټرانسپورټ وزارت سره له پرله‌پسې اړیکو سربېره ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام