باميانو کې د ژمني سپورټ درېيمه جشنواره پيل شوه

باميانو ولايت کې څلورو ورځو لپاره د ژمني سپورټ د اتحاديې او باميانو کې د لومړني پارک بند امير د سيمه‌ييزې ادارې په همکارۍ د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ چې د سکي، کرولېنګ، ايس سکېټ، سکېټېنګ، سنو بورډ او واورينو غرونو باندې ختل په کې شامل دي، لوبې پيل شوې.

د دې جشنوارې جوړوونکي وايي، د ژمني سپورټ جشنواره له درې کلونو راهيسې پيل شوې چې موخه يې د ژمني سپورټونو وده او ګرځندويانو د پام را اړول دي.

د باميانو د ژمني سپورټ د اتحاديې مسوول اسدالله باتوري وايي، ژمنيو لوبو لپاره باميان او په ځانګړې توګه بندامير تر ټولو غوره ځای دی.

د نوموړي په وينا، په دې جشنواره کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د غره ختونکو نجونو ۲۸ کسيزه ډله هم شامله ده چې دا نجونې به د بندامير په يخو شويو غرونو باندې د پورته ختلو سيالي کوي.

له يادو نجونو شگوفه بیات وايي چې له پنځو کلونو راهيسې د غرونو  ختلو لوبه کې فعاليت کوي چې د بندامير په غرونو يې تر ټولو ښه لوبه ترسره کړې ده.

نوموړې وايي په راتلونکي کې هيله لري چې بابا او پامير غرونه فتح کړي او له دې لارې نړۍ ته د سولې پيغام ورسوي.

د بامیانو ځايي چارواکي وايي چې ياد ولايت سيمه‌ييزو، ملي، نړيوالو جشنوارو لپاره تر ټولو غوره ځای دی. دوی وايي، د هرې هغه جشنواره ملاتړ کوي چې د سولې پيغام ولري او د ګرځندويانو د جلبولو لامل وګرځي.

دې جشنواره کې د باميانو د يکاولنګ ولسوال عظیم فرید وايي، ګرځندويانو لپاره د کال په ټولو موسمونو کې د باميانو تاريخي او طبيعي ځايونه د ليدلو دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په باميانو کې يوې مياشتې لپاره د ژمني ګرځندويۍ دويمه جشنواره پيل شوه. په دې جشنواره کې سيمه‌ييزه موسيقي، شعر لوستل، د سکي لوبې، د لاسي صنايعو نندارتون او د بودا ښودنې نمايش هم شامل دي.

په دې تړاو:

په باميان کې د ژمني ګرځندويۍ دويمه جشنواره پيل شوه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام