د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو په اړه د دولت جوړوونکي او ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې تر منځ د يوې اوونۍ لانجو نه وروسته نن د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ټاکنو کمیسیون د وروستۍ پرېکړې له کبله راټوکېدليو جنجالونو اندېښمن کړي دي.
اعلامیه کاږي، له بده مرغه چې د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان ونهشو کولای چې د نوماندانو قناعت لاسته راوړي او له همدې کبله راپورته شوي جنجالونه د سختې اندېښنې وړ دي.
هغه زیاته کړې، په داسې حال کې چې هېواد ورځ تر بلې بین الافغاني مذاکراتو ته د نږدې کېدو په حال کې دی، دا ستونزې کولای شي افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ کړي.
نوموړي له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې ده چې د خبرو له لارې، خپلې ستونزې حل او اجازه ورنهکړي چې روان وضعیت د افغانستان سیاسي ثبات له ګواښونو سره مخ کړي.
د اعلامیې په پای کې راغلي، ولسي جرګه له روان بد وضعیت څخه د افغانستان د وتلو لپاره د معقولو حل لارو پیدا کولو ته چمتو ده او له دواړو لوریو غواړي چې د مذاکرې مېز ته حاضر او د خلکو او هېواد پر وړاندې خپله ملي وجیبه ادا کړي.
په ورته وخت کې د ښځو د عدالت غوښتنې کمېټې نن په يوه خبري ناسته کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو په اړه وويل چې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان په هېواد کې سياسي بحران رامنځته کړی دی.
د يادې کمېټې د غړيو په وينا، ټاکل شوې وه چې ټاکنيز کميسيونونه د قانون مطابق، د ټاکنيزو طرزالعملونو په رڼا کې او په بېپرې توګه عمل وکړي؛ خو ياد کميسيون درغلۍ وکړې او د ټاکنو پايلې د ټاکنو د قانون پر خلاف اعلان کړې.
له ډيموکراسۍ ملاتړ برخه کې د ښځو د موسسې رييسه پلوشه حقمل وايي، د ټاکنو کميسيون دې لپاره چې محاکمه نهشي د يوه ځانګړي ټاکنيز ټيم په ګټه د ټاکنو پايلې اعلان کړې.
خو د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند ذبیحالله سادات د يادو څرګندونو په رد سره وايي چې د ټاکنو کميسيون کړنې له قانون سره سمې او پايلې هم څنګه چې خلکو رايه کارولې هماغه ډول يې پايلې اعلان شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له نږدې پنځو میاشتو ځنډ وروسته برحال ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ؛ خو عبدالله عبدالله دغه پایله ونه منله او ځان یې بریالی او د ټولشموله په نوم حکومت یې اعلان کړ.