
یو شمېر کابل مېشتو پښتنو او شخصیتونو د اجراییه ریاست په سپېدار ماڼۍ کې د یوې غونډې پر مهال د عبدالله عبدالله په مشري د ټولشموله حکومت ملاتړ اعلان کړ.
د ولسي جرګې غړي اللهګل مجاهد په یاده غونډه کې خبرداری ورکړ چې د تقلبي حکومت د جوړېدو اجازه به ورنه کړي. مجاهد وویل، خلکو ثابته کړې چې هېڅوک پر دوی په زوره حکومت نه شي کولای.
دغه راز د هلمند پخواني والي امیرمحمد اخندزاده د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم د ملاتړ ترڅنګ اعلان وکړ چې افغانانو تمه لرله، څو د ټاکنو خپلواک کمېسیون به د دوی رایې امانت وګڼي، خو په وینا یې، کمیسیون له دغو رایو سره خیانت وکړ.
د ولسمشري ټاکنو د پایلو له اعلان راهیسې چې ولسمشر محمداشرف غني یو ځل بیا پهکې بریالی اعلان شو، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو خلکو له دواړو مخکښو ټاکنیزو ډلو، دولتجوړوونکي او همپالنې ټیمونو د ملاتړ غونډې جوړې کړي او دواړه یو د بل نه منلو شعارونه ورکوي.
اړوند مطالب:
د سیاسي کړکېچ هوارولو لپاره هڅې لاهم روانې دي





