مېلر طالبانو ته: د تاوتریخوالي کچه ټیټه وساتئ

وروسته له هغې چې طالبانو وویل، پر افغان ځواکونو یې بریدونه له سره پیل کړي، افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم له طالبانو غوښتي چې د تاوتریخوالي کچه ټیټه وساتي.

افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګت په ټوېټرپاڼه کې د  مېلر له قوله لیکلي چې دوی خپلو ژمنو کې جدي دي او له طالبانو غواړي چې د خپلو ژمنو په اړه جدي عمل وکړي.

خو طالبان وايي، د تاوتریخوالي کمولو او پر افغان ځواکونو د برید نه کولو په تړاو هېڅ هوکړه نشته.

په ورته وخت کې کابل کې د ملګروملتونو سازمان سیاسي استازولۍ يا یوناما یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د مناسبې فضا خوندیوب او پیاوړتیا لپاره دې د تاوتریخوالي کمول دوام وکړي، ترڅو د دغو خبرو له لارې دایمي اوربند ټینګ او د افغانستان جګړې لپاره سیاسي حل لاره پیدا شي.

د تاوتریخوالي کمولو له اوونۍ وروسته د افغان ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د جګړې اعلان، د خلکو له جدي نیوکو سره هم مخ شوی دی.

زیاترو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو جګړه نامشروع بللې او ویلي يې دي، طالب وسله‌وال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې دوام لپاره هېڅ پلمه نه لري.

همداراز د امریکا دفاع وزیر مایک سپر په پنټاګون کې یوې غونډې ته ویلي چې له افغانستانه یې د امریکايي ځواکونو د وتلو سپارښتنه صادره کړې ده.

نوموړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر ته سپارښتنه کړې چې له طالبانو سره د هوکړې له مخې وړاندې لاړ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام