کرونا؛ هرات کې نوی ښوونیز کال وځنډېده

د ملي امنیت شورا پرېکړه کړې چې په هرات کې نوی ښوونیز کال وځنډوي.

د ملي امنیت شورا دا پرېکړه پرون د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي کمېټې په دویمه غونډه کې کړې ده. د افغانستان ښوونیز کال په وري میاشت کې پیلېږي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل راهیسې یوازې یوه مثبته پېښه په هرات کې ثبت شوې ده.

په دې غونډه کې ویل شوي، که پوهنې وزارت په نورو ولایتونو کې د ښوونځیو پیلېدو په اړه کومه بله پرېکړه ونه کړي، په عادي توګه به روان وي.

هوايي ډګرونو او د ولسوالیو ځمکنیو پولو ته د ښځینه ډاکټرانو لېږل، د خوراکي توکیو، ماسکونو او درملو ساتل او په لوړه بیه یې د پلورلو مخنیوی او په بندخونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د نورو تدابیرو نیول د ملي امنیت شورا د غونډې نورې نورې پرېکړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه په هرات، کابل، غور، بغلان، بدخشان، لوګر، بلخ او هلمند کې د کرونا ۸۱ شکمنې پېښې ثبت شوي، خو له ډلې یې یوازې یوه هغه په هرات کې مثبته ختلې ده.

د دغه وزارت مسوولان وايي چې د دغه وزارت په مرکزي ازموین‌ځای کې د معایناتو نمونې یې د لا ښه ډاډ لپاره هالنډ ته لېږلي چې هلته د دغه مرکز اقدامات تایید شوي دي.

کرونا ویروس له چین وروسته د کب په لومړۍ نېټه د ایران په قم ښار کې خپور شو او څلور ورځې وروسته د یوه کس له لوري له یاد ښار نه افغانستان ته را ولېږدول شو.

اړوند مطالب:

عامې روغتیا وزارت: په کرونا اخته د ۱۰شکمنو کسانو پايلې منفي دي

د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي شول

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام