کورونا؛ د دولتي ادارو کاري وخت ۳ ساعته کم شو

افغان حکومت د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره د دولتي ادارو کاري مهالوېش کې درې ساعته کموالی راوستی.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون یوه اعلامیه کې ویلي، یاد پلان د ۱۳۹۹ کال د کابينې په لومړۍ ناسته کې تاييد شو.

 سر له یکشنبې ورځې وروسته د روغتیا وزارت پرته د کابل او ولایتونو په ټولو دولتي ادارو کې عملي کېږي.

د دغه پلان له مخې د دولتي ادارو رسمیات سهار ۸ بجې پیلېږي او له وقفې پرته د ماسپښین ۱ بجه پای ته رسېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون اعلامیه کې ویل شوي، هغه وزارتونه او ادارې مکلفې دي ترڅو د هغو برخو کارکوونکي چې فعالیتونه یې اړین دي، دوه کاري شېفټونو د سهار له اتو بجو بیا له غرمې وروسته تر یوې بجې او له یوې بجې بیا د مازدیګر څلورو بجو پورې تنظیم کړي.

دغه کمېسیون وايي، وزارتونه او ادارې مکلفې دي چې خپلې غونډې د ويډیو کنفرانسونو او نورو ممکنه وسایلو له لارې تنظیم کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام